کوټه (وېب نیوز) د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمن ویلي، د هېواد د محرومۍ پر لور د ټېل وهلو څه اړتیا ده، په داسې حال کې چې په اساسي قانون کې د څلورو واړو صوبو خپلواکي ټاکل شوې ده. نوموړي د ملتان په قلعه کهنه قاسم باغ کې د مفتي محمود کنفرانس ته د وینا پر مهال وویل، هر ځل چې په صوبو کې ګورنر راج لګول شوی، د هغه په وینا، په دې اقدام کې د پاکستان پیپلز ګوند رول درلود او ولسمشر اصف علي زرداري یې منظوري ورکړې ده. مولانا فضل الرحمن وویل، ټولې صوبې د اساسي قانون او قانون له مخې خپلواکي لري، خو په تېرو وختونو کې د صوبو پر حقونو څو ځله تېری شوی دی. نوموړي زیاته کړه چې دوی د سولې، سیاسي مبارزې، ډیموکراسۍ او پارلمان لاره غوره کړې ده او د برصغیر له تاریخ او د خپلو مشرانو له مبارزې سره اشنا دي. د هغه په وینا، د اسلام په لاره کې خنډ د واک تنده او د دنیا ګټې دي.
