چمن (سید سردار محمد خوندئی)
قومي مشر او د حاجي لالو خان فاونډیشن مشر حاجي اسلم خان اڅکزي ویلي دي چې په چمن کې د برېښنا د بدترین لوډشیډنګ او د امن و امان د خرابې او کړکېچنې وضعې په اړه دې لوړ چارواکي ژر تر ژره نوټس واخلي.
تېره ورځ د حاجي لالو خان فاونډیشن مسوولینو یوې بېړنۍ خبري غونډې ته وینا وکړه. په خبري غونډه کې حاجي اسلم خان اڅکزي، ډاکټر عبدالباقي اڅکزي او نورو مسوولینو ویناوې وکړې.
ویناوالو وویل چې په چمن کې د بې روزګارۍ د زیاتېدو له امله خلک سخت اندېښمن دي او د سپین ږیرو طبقې ژوند ډېر سخت شوی دی. په سیمه کې وېره او نا امنۍ د خلکو ژوند له ستونزو ډک کړی او څوک یې پوښتنه نه کوي.
د واپډا د خرابې کارکردګۍ په اړه یې وویل چې د چمن په ګڼو سیمو کې د اونیو لپاره برېښنا نه وي چې له امله یې خلک له سختو کړاوونو سره مخ دي.
هغه وویل چې د حاجي لالو خان فاونډیشن اساسي موخه د خلکو د مشروع ستونزو د حل لپاره غږ پورته کول دي.
د چمن نادرا په اړه یې وویل چې په کار کې سستي په هېڅ صورت د منلو وړ نه ده. د چمن د ګڼو معززو کورنیو شناختي کارډونه بند شوي دي، نادرا دې د هغو د ژر تر ژره بحالولو لپاره په خپلو اقداماتو کې چټکتیا راولي.
په پای کې یې غوښتنه وکړه چې لوړ چارواکي دې د چمن د ستونزو د حل لپاره ژر تر ژره نوټس واخلي او عملي ګامونه دې پورته کړي، که نه نو فاونډیشن به د راتلونکي تګلارې اعلان وکړي.
