چمن ( سید سردار محمد خوندئی )
د چمن د سوداګرۍ او صنایع خونې یوه مهمه غونډه د مشر حاجي محمد حنیف خان په مشرۍ ترسره شوه. په غونډه کې د چیمبر پر وړاندې پرتو ستونزو، د پاک افغان دوه اړخیزې سوداګرۍ، د چمن ښار د سوداګرو له ستونزو او د بیلابیلو چارو د حل لپاره د جوړو شویو کمېټو پر کړنو او مسوولیتونو تفصیلي خبرې اترې وشوې.
په غونډه کې سینئر نائب صدر مقصود خان، نائب صدر محمد مدثر خان، د پاک افغان سوداګرۍ خونې پخواني مشر حاجي عمران خان کاکړ، د پاک افغان سوداګرۍ خونې ډایریکټر حاجي محمد غني اڅکزي په شمول اجرائیه غړو حاجي باقي خان، حاجي عبدالباری اڅکزي، اختر ګلفام، حاجي مطیع الله، نجیب الدین اڅکزي او حاجي عصمت خان ګډون وکړ.
په غونډه کې دا هوډ څرګند شو چې د چمن سوداګرۍ خونه به نوره هم فعاله او اغېزناکه جوړه شي، د سوداګرو قانوني ستونزې به حل شي، د پاک افغان سوداګرۍ پر وړاندې د پرتو خنډونو د لرې کولو او د سوداګریزو فعالیتونو د پراختیا لپاره به عملي ګامونه پورته شي. په دې لړ کې د جوړو شویو کمېټو پر مسوولیتونو او راتلونکې تګلارې هم مهمې پرېکړې وشوې.
ګډونوالو ټینګار وکړ چې د چمن سوداګرو او کاروباري طبقې ته دې د چیمبر اسانتیاوو ته اسانه او شفاف لاسرسی ورکړل شي، څو هغوی پرته له کوم توپیر څخه خپل غړیتوب ترلاسه کړي او د کاروباري اړتیاوو مطابق د ویزې لیک، د غړیتوب کارت او نورو اړوندو اسنادو د اجرا له اسانتیا څخه برخمن شي.
په غونډه کې دا هیله هم څرګنده شوه چې د چمن سوداګرۍ خونې د چارو او سوداګرو ته د پرتو ستونزو په اړه به ډیر ژر نورې مهمې پرېکړې مخې ته راشي، چې له امله به د چمن کاروباري ټولنې ته اسانتیا برابره شي او سوداګریزې چارې به وده ومومي.
په پای کې د چمن سوداګرۍ خونې مشرتابه دا هوډ تکرار کړ چې د سوداګرو د حقونو ساتنه، د کاروباري اسانتیاوو برابرول او د چیمبر نظام نور هم شفاف او فعال کول د دوی په لومړیتوبونو کې شامل دي.
