کوټه ( سید سردار محمد خوندۍ )
د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر میر ضیاء الله لانګو په مشرۍ کې د قلعه عبدالله ولسوالۍ د امن و امان د عمومي وضعیت د بیا کتنې لپاره یوه مهمه غونډه ترسره شوه.
په غونډه کې د صوبايي اسمبلۍ غړي انجینر زمرک خان اڅکزي، د کورنیو چارو اضافي سکرټري حمزه شفقت، د جیل خانجاتو آئي جي، د قلعه عبدالله ډپټي کمشنر منور حسین مګسي، د ولسوالۍ د پولیسو افسر خلیل احمد بګټي په ګډون نورو اړوندو چارواکو ګډون وکړ.
د غونډې په ترڅ کې د قلعه عبدالله ولسوالۍ کې د امن و امان اوسني وضعیت، پر وړاندې ننګونو او د سولې فضا د ساتلو لپاره د ترسره کېدونکو اقداماتو په اړه تفصیلي بریفینګ ورکړل شو.
په دې موقع د کورنیو چارو صوبايي وزیر میر ضیاء الله لانګو وینا وکړه چې په صوبه کې به د امن و امان په ټینګښت او د ولس د ځان او مال په ساتنه کې هېڅ ډول جوړجاړی ونه شي. ولس ته خوندي چاپېریال برابرول د حکومت او اړوندو ادارو لومړنۍ ذمه واري ده، چې د دې لپاره به ټولې شته سرچینې په کار واچول شي.
هغه وویل چې د نشه يي توکو له منځه وړل، د جرمونو مخنیوی او په امن و امان کې ښه والی د حکومت په لومړیتوبونو کې شامل دي. د دې هدف لپاره ټولو اړوندو ادارو ته به خپلې ذمه وارۍ په مؤثره توګه ترسره کول وي، په داسې حال کې چې د قانون پلي کوونکو ادارو ترمنځ متقابلې اړیکې او همغږې ستراتیژۍ ته نور هم پیاوړتیا ورکولو ته اړتیا ده.
د کورنیو چارو وزیر دا ژمنه تکرار کړه چې د قلعه عبدالله ولسوالۍ په ګډون به په ټوله صوبه کې د امن و امان د ښه والي لپاره جدي او اغېزمن ګامونه دوام ومومي، څو وګړو ته سوله ییز چاپېریال برابر شي او د جرمي عناصرو فعالیتونه له منځه یووړل شي.
په غونډه کې اړوندو چارواکو ته لارښوونه وشوه چې د ولسي خوندیتوب، د قانون د حاکمیت او د نشه يي توکو د له منځه وړلو لپاره دې همغږې هڅې جاري وساتي.
