کوټه(وېب نیوز)د بلوچستان د ړندو لوبغاړو د سپورټس ټولنې تر سرپرستۍ لاندې د صوبې په تاریخ کې لومړی د ړندو لوبغاړو سپورتي فیسټیوال ۲۰۲۶ په ایوب لوبغالي، کوټه کې روان دی. د بلوچستان له بېلابېلو ضلعو او لرو پرتو سیمو څخه نارینه او ښځینه ځانګړي لوبغاړي په فوټبال، ګول بال او شطرنج سیالیو کې برخه اخلي. د فیسټیوال رسمي اختتامي مراسم به نن د یکشنبې په ورځ د مازدیګر په څلورو بجو ترسره شي، چې پکې د حکومتي استازو، د بلوچستان پوهنتون د مرستیال رئیس او نورو سیاسي او ټولنیزو شخصیتونو د ګډون تمه ده. تنظیموونکو له رسنیو غوښتي چې د دې تاریخي پروګرام پراخ پوښښ وکړي، څو د زړورو لوبغاړو وړتیاوې او هڅې خلکو ته ورسېږي.
