تازه خبرونه ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۶

په قلعه عبدالله کې وسله‌والو د پنکۍ پولیس پوستې ودانۍ ړنګه کړه

قلعه عبدالله(وېب نیوز)د بلوچستان د قلعه عبدالله ولسوالۍ په ګلستان سیمه کې نامعلومو وسله‌والو د ایکسکېوېټر ماشین په مرسته د پنکۍ پولیس پوستې ودانۍ ړنګه کړې ده. د پولیسو د سرچینو په وینا، وسله‌والو پرون د ودانۍ د نړولو کار پیل کړی و، خو په ماشین کې د تېلو د ختمېدو له امله یوه برخه پاتې شوې وه. هغوی وروسته بېرته ورغلل او پاتې برخه یې هم ونړوله. د پولیس پوستې ودانۍ شاوخوا څلور خونې لرلې، خو د پېښې نور جزیات نه دي خپاره شوي.