چاغي(وېب نیوز)د چاغي ولسوالۍ په دالبندین سیمه کې امنیتي ځواکونو د پټو معلوماتو پر بنسټ عملیات کړي او دوه مطلوب کسان یې وژلي دي. د امنیتي سرچینو په وینا، د عملیاتو پر مهال د یادو کسانو پټنځایونه په نښه شوي دي. سرچینې ادعا کوي چې وژل شوي کسان د کوټې ـ تفتان پر لویه لاره د مسافرو په ځورولو او په سیمه کې د وېرې په خپرولو کې ښکېل وو.
