کوټه(وېب نیوز)د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د کوټې ضلعې په بېلابېلو سیمهییزو او لومړنیو واحدونو کې غونډې شوې، چې پکې د تنظیمي چارو، د فعالانو د هڅونې او د ولسي اړیکو د پراخولو په اړه خبرې وشوې. د ګوند صوبایي مشر نصرالله خان زیرې او نورو مشرانو وویل چې ګوند د پښتنو د ملي یووالي، ملي خپلواکۍ، ولسواکۍ، د اساسي قانون او پارلمان د برلاسۍ او ټولنیز عدالت لپاره مبارزه کوي. هغوی وویل چې د تلپاتې سولې او سیاسي ثبات لپاره د ټولو قومونو سیاسي، اقتصادي او کلتوري حقونه باید ومنل شي او هغوی ته پر خپلو سرچینو د واک حق ورکړل شي. په غونډه کې په لویچ آباد کې د غلاوو د زیاتوالي په اړه هم اندېښنه څرګنده شوه او له پولیسو وغوښتل شول چې د خلکو د سر او مال د ساتنې لپاره سمدستي اقدامات وکړي.
