کوټه (وېب نیوز) پښتونخوا ملي عوامي ګوند په بلوچستان کې د اوړو د بیو پر بېساري لوړېدو اندېښنه څرګنده کړې او د خوراک ریاستي اداره او اړونده انتظامیه یې د ګرانۍ او د حکومتي نرخونو په پلي کولو کې د ناکامۍ مسؤل بللي دي. د ګوند د صوبایي سېکرټرۍ په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې د اوړو د ۱۰۰ کیلو بوجۍ بیه په بېلابېلو سیمو کې له ۱۵ زرو څخه تر ۱۸ زرو روپیو رسېدلې، په داسې حال کې چې نانوایانو هم د ډوډۍ وزن کم کړی دی. اعلامیه زیاتوي، چې د اوړو د کمښت، احتکار او ناجایزې ګټې اخیستنې د مخنیوي لپاره اغېزمن اقدامات نه کېږي، چې له امله یې بېوزله او مزدورې کورنۍ، کونډې او یتیمان له سختو ستونزو سره مخ دي. ګوند غوښتنه کړې، چې حکومت دې له پنجاب او سند څخه د غنمو لېږد یقیني کړي، خلکو ته دې په رعایتي بیه اوړه برابر کړي، د بیو د کمولو او حکومتي نرخونو د پلي کولو لپاره دې بېړني ګامونه واخلي او د فساد او احتکار په تورونو کې د ښکېلو کسانو پر ضد دې قانوني اقدام وکړي. اعلامیه ټینګار کوي، چې یوازې مطبوعاتي څرګندونې او د عکسونو لپاره غونډې خلکو ته اسانتیاوې نه شي برابرولای؛ عملي اقدامات اړین دي.
