تازه خبرونه ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۶

له پي ټي آی سره بې‌شرطه خبرې کېدای شي، خو د بېړني حالت د بېرته اخیستو شرط نه منل کېږي، رانا ثناءالله

کوټه (وېب نیوز) د وزیراعظم سلاکار رانا ثناءالله ویلي، چې حکومت له پاکستان تحریک انصاف سره بې‌شرطه خبرو ته چمتو ده، خو په خیبر پښتونخوا کې د بېړني حالت د بېرته اخیستو شرط نه شي منلی. نوموړي وویل، د وزیراعظم شهباز شریف او د اپوزیشن مشر محمود خان اڅکزي لیدنه به په وزیراعظم هاوس کې ترسره کېږي او حکومت به د لیدنې لپاره د درېیم ځای د ټاکلو شرط ونه مني. د هغه په وینا، وزیراعظم د چیف الېکشن کمېشنر او د الېکشن کمېشن د غړو د ټاکنې په اړه د اپوزیشن مشر ته دوه لیکونه استولي او اوس یې د ځواب په تمه دی. رانا ثناءالله زیاته کړه، چې حکومت به د ترهګرۍ پر ضد مبارزه روانه ساتي او که پي ټي آی په دې برخه کې همکاري وکړي، نو خبرې پرې کېدای شي.