کوټه (وېب نیوز) د امنیتي سرچینو په وینا، د پاکستان پوځ د خیبر پښتونخوا په سرحدي سیمو، تائده سېکټر، اپر کرم او غوزګړۍ کې د افغان طالبانو د ډزو پر وړاندې اغېزمن ځواب ورکړی، چې له امله یې د ګڼو طالب وسلهوالو د وژل کېدو راپورونه ورکړل شوي دي. سرچینې وایي، په ځوابي عملیاتو کې د توپخانې له لارې سرحدي پوستې په نښه شوې، د شپولا اډه ویجاړه شوې او څو نورو پوستو ته هم زیان اوښتی دی. د امنیتي سرچینو په وینا، د افغان طالبانو موخه په ناقانونه توګه پاکستان ته د ترهګرو داخلول وو، خو د پاکستاني پوځ د ځواب له امله دا هڅه ناکامه شوه. چارواکي وایي، د هېواد د پولو او ملي امنیت د ساتنې لپاره پوځیان بشپړ چمتووالی لري.
