اسلامآباد (وېب نیوز) پاکستان د هندي الوتکو پر مخ د خپل هوايي حریم د بندیز موده نوره هم غځولې ده، چې له مخې به یې دا بندیز د ۲۰۲۶ کال د نومبر تر ۲۷مې نېټې پورې پر ځای وي. د پاکستان د هوايي ډګرونو ادارې د ویاند په وینا، په دې اړه نوی نوټم خپور شوی چې د نومبر د ۲۷مې نېټې د سهار تر پنځو بجو پورې به نافذ وي. د یادونې وړ ده چې د هندي الوتکو پر مخ د پاکستان هوايي حریم د ۲۰۲۵ کال د اپرېل له ۲۳مې نېټې راهیسې تړل شوی دی. د هوايي حریم د بندېدو له امله هندي هوايي شرکتونه اړ شوي چې اوږدې بدیلې هوايي لارې وکاروي، چې ورسره یې د الوتنو لګښتونه زیات شوي او له درنو مالي زیانونو سره مخ شوي دي.
