تازه خبرونه ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۶

د میزئ اډې پولیس چیک پوسټ باندې برید، یو سرتیری شهید، یو ژوبل

چمن (سید سردار محمد خوندئی)
د چمن-کوټې په نړیواله لویه لار د میزئ اډې په پولیس چیک پوسټ باندې ناپیژندل شوو وسله والو کسانو برید کړی دی۔

د سرچینو په وینا د برید په پایله کې یو پولیس سرتیری جیلان په موقع کې شهید شوی او سپاهی میرویس ژوبل شوی دی۔

له پیښې وروسته ځایي قبایلو هره ورځ د دا ډول پیښو پر ضد د احتجاج په توګه د چمن-کوټې نړیواله لویه لار د هر ډول تګ راتګ لپاره بنده کړې ده۔

ځایي قبایلو په ټولو ټرانسپورټرانو او مسافرو غږ کړی چې تر څو حالات عادي شوي نه وي له سفر کولو څخه ډډه وکړي۔