کوټه (وېب نیوز) اسما جتک په ټولنیزه رسنۍ اېکس کې ویلي چې د هغې مبارزه شخصي دښمني، قبایلي غیرت یا د انا مسئله نه ده، بلکې د انصاف ترلاسه کولو لپاره ده. هغې ادعا کړې چې له وروستیو پېښو وروسته هغې او کورنۍ ته یې د سختو پایلو ګواښونه کېږي. اسما جتک له قبایلي مشرانو، دیني عالمانو او سیاسي او ټولنیزو شخصیتونو غوښتي چې موضوع د ډلو ترمنځ د شخړې پر ځای د قانون او انصاف له مخې حل کړي. هغې له اړوندو چارواکو غوښتنه کړې چې د ادعا شویو ګواښونو جدي پلټنه وکړي، کورنۍ ته یې امنیت برابر کړي او د عادلانه څېړنې وروسته قانوني اقدام وکړي.
