اسلامآباد (وېب نیوز) د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزارت هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې امریکايي سمندري ځواکونو ته د ایران پر ضد د عملیاتو لپاره د پاکستان د خاورې د کارولو اجازه ورکړل شوې ده. وزارت دغه ادعاوې ناسمې او ګمراه کوونکې بللې او ویلي یې دي چې د داسې معلوماتو خپرول په خلکو کې د بېباورۍ او ناسم پوهاوي د رامنځته کولو هڅه ده. بل لور ته، د چاغي مرستیال کمېشنر بختیار اسماعیل ویلي چې د امنیتي اندېښنو او د سرحدي چارو د ښه تنظیم لپاره له ایران سره سوداګریزه تګ راتګ په لنډمهاله توګه درول شوی دی. د چارواکو په وینا، کله چې اړین امنیتي او اداري ترتیبات بشپړ شي، سرحد به بېرته د سوداګرۍ لپاره پرانیستل شي. د سوداګرۍ د ځنډېدو له امله سیمهییز سوداګر اندېښمن دي او له حکومته غواړي چې سرحدي لارې ژر بېرته پرانیزي، څو مالي زیانونه راکم شي.
