تازه خبرونه ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۶

ایران حوثیانو ته پر سعودي عرب د بریدونو لپاره استخباراتي معلومات ورکوي؛ د وال سټریټ ژورنال ادعا

ریاض (وېب نیوز) امریکايي ورځپاڼې وال سټریټ ژورنال ادعا کړې چې ایران د یمن حوثي غورځنګ ته پر سعودي عرب د بریدونو لپاره د هدفونو په پېژندلو، استخباراتي معلوماتو، پوځي روزنې او جګړه‌ییزو تګلارو کې مرسته برابروي. د راپور له مخې، ایران حوثیانو ته د بې‌پیلوټه الوتکو، توغندیو، رادارونو او نورو پوځي وسایلو په برابرولو کې هم مرسته کوي. ورځپاڼې د ایراني انقلابي ساتونکو د غړو د حوثي جنګیالیو ترڅنګ په لومړۍ کرښه کې د حضور ادعا هم کړې ده. د راپور په وینا، دې مرستو د حوثیانو پوځي وړتیاوې پیاوړې کړې دي، خو حوثیان ټینګار کوي چې خپلې پرېکړې په خپلواکه توګه کوي او ځینې وسلې پخپله جوړوي. بل لور ته، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي پر سعودي عرب د حوثیانو په بریدونو کې د تهران د لاس لرلو تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې ایران د یمن د کړکېچ د سوله‌ییز حل لپاره منځګړیتوب کې مرستې ته چمتو دی.