واشنګټن (وېب نیوز) د امریکا د دفاع وزیر پیټ هېګسېت ایران ته خبرداری ورکړی چې تهران باید ژر پرېکړه وکړي چې د خپل اټومي پروګرام په اړه د امریکا غوښتنې د خبرو اترو له لارې مني او که د احتمالي پوځي برید له خطر سره مخ کېږي. نوموړي د امریکا د ټینیسي ایالت په یوه پوهنتون کې د احتیاطي پوځي افسرانو د روزنیز پروګرام زدهکوونکو ته د وینا پر مهال وویل، ایران د خپلو دفاعي وړتیاوو د پیاوړتیا لپاره د دودیزو توغندیو لوی زېرمتون جوړوي، په داسې حال کې چې واشنګټن د ایران د اټومي پروګرام په اړه اندېښنې لري. د هېګسېت په وینا، د امریکا پوځي ځواک د مخالفو لورو د خبرو اترو مېز ته په راوستلو کې مهم رول لري.
