جعفرآباد (وېب نيوز) د سټیزن نېټورک فار بجټ اکاونټبلټي په همکارۍ، د نساء ډوېلپمنټ آرګنایزېشن له خوا په جعفرآباد کې د ولسي حساب ورکونې غونډه جوړه شوه، چې ګډونوالو پکې د زده کړو، روغتیا، پاکو څښاک اوبو، د اوبو ایستلو نظام، سېلابي ستونزو او د مزدورانو اړتیاوو ته په پرمختیايي بودجه کې د لومړیتوب ورکولو غوښتنه وکړه.ګډونوالو وویل چې د صالح چوهان په کلي کې په دولتي اسنادو کې د نجونو د ښوونځي یادونه شوې، خو په عملي توګه ښوونځی نشته. له همدې امله د سیمې نجونې اړ دي چې د زده کړو لپاره نورو کلیو ته ولاړې شي. ځايي خلکو د ښوونځي د جوړولو او فعالولو لپاره د بودجې د ځانګړي کولو غوښتنه وکړه. هغوی د پاکو اوبو د نشتوالي، د اوبو ایستلو د کمزوري نظام او د بارانونو او سېلابونو پر مهال د خلکو د ستونزو یادونه هم وکړه.ځوان ټولنیز فعال قدیر احمد وویل چې د روغتون له موجودیت سره سره، ناروغانو ته د اړینو درملو او مناسبو بېړنیو روغتیايي خدمتونو برابرول ضروري دي. د مزدورانو استازي خدا بخش ټینګار وکړ چې د کارګرانو هوساینه، مسلکي روزنه، د کار فرصتونه او ټولنیز خوندیتوب باید په بودجه کې مناسب ځای ولري.د نساء ډوېلپمنټ آرګنایزېشن اجرائیوي مشرې نور میمن وویل چې د بودجې په جوړولو کې باید د ځايي خلکو اړتیاوې او نظرونه شامل شي. هغې روڼتیا، د خلکو ګډون او اغېزمنه څارنه د بنسټیزو اسانتیاوو د ښه والي لپاره مهم وبلل. په غونډه کې د ټولنې د ارزونې د نمرو د فورم له لارې د روغتیا، زده کړو او ښاروالۍ خدمتونه هم وارزول شول. ګډونوالو غوښتنه وکړه چې د پرمختیايي پروژو د منظورۍ، بودجې د ورکړې، لګښتونو او عملي بشپړېدو معلومات دې له خلکو سره شریک شي.
