سید انورشاہ
د شپې وروستۍ برخه وه. زه د ښار له یوې لارې تېرېدم چې پر یوه مېوهپلورونکي ګاډي مې سترګې ولګېدې. موټر مي ودراوه او د مېوو بیې مي وپوښتلې. کله چې مېوهپلورونکي بیې راته وویلې، حیران شوم. بیې زما تر تمې ډېرې لوړې وې. بې له دې چې بحث ورسره وکړم، موټر مي روان کړ.
څه وخت وروسته پیاده بېرته هماغه ګاډي ته ورغلم. جامې مي عادي وې او له ما سره موټر هم نه وو. د هماغو مېوو بیه مي وپوښتله، نو مېوهپلورونکي دا ځل نږدې نیمه بیه راته وویله. مېوې مي واخیستې او په چوپتیا کي د کور پر لور روان شوم، خو یو فکر مي پرلهپسې په ذهن کي ګرځېدی. مېوې هماغه وې، پلورونکی هماغه وو او پېرودونکی هماغه وو، خو بیه بدله شوې وه. لکه چي د شیانو بیه یوازي د هغوی د ګټورتیا له مخي نه، بلکې د پېرودونکي د ظاهري حیثیت له مخي هم ټاکل کېده.
کور ته تر رسېدو وروسته هم دا پېښه زما له ذهنه ونه وتله. ماته داسي احساس وشو چي ښايي انسان د شیانو د بیو ټاکلو تر څنګ د انسانانو د ارزښت د ټاکلو معیارونه هم د خپلو ګټو له مخي جوړ کړي دي. شتمني، جامې، موټر او واک ډېری وخت د انسان د ارزښت معیار ګرځي، خو د بېوزله انسان اړتیاوې او وړتیاوې له پامه غورځول کېږي.
په همدې فکرونو کي ډوب وم چي پر بستره پرېوتم. سترګي مي پټي کړې او د خوب غېږ ته ولاړم.
ناڅاپه مي احساس کړه چي بستره مي له ځمکي پورته کېږي. لومړی د کوټې چت له سترګو پناه سو، بیا کور، کوڅې، ښار، غرونه او سمندرونه رانه لاندي پاته سول. د ورېځو له منځه پورته ولاړم، د فضا لوړو پوړونو ته ورسېدم او په یوه شېبه کي د کایناتو په پراخه فضا کي داخل سوم.
زما په وړاندي ځمکه د یوه ستر شینابي ګول په بڼه راڅرخېده. سمندرونه یې د بدن پر مخ د شنو رګونو په شان خپاره وو، ځنګلونه یې د شنو جامو غوندي ښکارېدل او ښارونه یې پر مخ د ځلېدونکو ټکو په څېر معلومېدل. له فضا څخه نه سرحدونه ښکارېدل، نه د قومونو د برترۍ نښانونه. نه پاچا معلومېدی او نه سوالګر؛ ټول د یوې ځمکي اوسېدونکي وو او د ټولو ژوند پر همدې سیاره باندي تړلی وو.
دې منظرې زما په زړه کي عجیبه ارامي پیدا کړه. خو لږ وروسته د ځمکي بڼه بدلېدل پیل سول. د زمانې پوړونه یو په بل پسې پرانیستل کېدل، لکه د کایناتو د یوه ستر کتاب پاڼي چي زما د سترګو په وړاندي اړول کېدې.
د اقتصادي نظامونو پرمختګ
ما انسان په لومړنیو زمانو کي ولیدی. کوچنیو ډلو د طبیعت په غېږ کي ژوند کاوه. خلکو ښکار کاوه، مېوې یې راټولولې، له ځمکي یې خوراک ترلاسه کاوه او د خپل ژوندي پاته کېدو لپاره یې له یو بل سره مرسته کوله. په بېلابېلو ټولنو کي د خپلولۍ، کورنۍ او قبیلوي دودونو پر بنسټ نظم موجود وو. په ځینو ټولنو کي د ښځو ټولنیز رول ډېر مهم وو، خو په نورو کي د نارینهوو مشري غالبه وه.
د وخت په تېرېدو کرهڼي د انسان ژوند بدل کړ. نفوس زیات سو، د ځمکي د ملکیت مفکورې پیدا سوې او د تولید د زېرمه کولو امکان د ټولنیز حیثیت پر ټاکلو اغېز پیل کړ. په ځینو ځایونو کي پر ګډو سرچینو تکیه روانه وه، خو په نورو کي ځمکه او شتمني د څو کسانو په لاسونو کي راټولېدله. له ټولنیز پرمختګ سره همکاري او سیالي دواړو خپل ځای پیدا کړ.
بیا مي د توکو د تبادلې زمانه ولیده. یوه کس به د غنمو په بدل کي ټوکر اخیستی، بل به د څاروي په بدل کي وسایل ترلاسه کول. خو په مستقیمه تبادله کي ستونزي موجودي وې. انسان د دغو ستونزو د حل لپاره فلزات، سکې او وروسته کاغذي پیسې د راکړي ورکړي وسیلې وګرځولې. سوداګري پراخه سوه، ښارونه آباد سول او د شتمنۍ د راټولولو نوي لاري پرانیستل سوې.
صنعتي انقلاب دا بهیر لا چټک کړ. ماشینونو تولید زیات کړ، نوي صنعتونه جوړ سول او د کار نوي فرصتونه پیدا سول. خو له دې پرمختګ سره د پانګي او کار تر منځ واټن هم څرګند سو. د کارخونو د خاوندانو په لاس کي شتمني او واک راټولېدل، په داسي حال کي چي ډېرو مزدورانو د اوږده کار باوجود د خپلو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره مبارزه کوله.
سرمایهدارانه نظام د پانګوني، صنعت، سوداګرۍ او نوښت نوي امکانات رامنځته کړل، خو د شتمنۍ د تمرکز او اقتصادي نابرابرۍ ستونزي یې هم پیدا کړې. د همدې ستونزو په غبرګون کي سوسیالیستي او اشتراکي نظریې راپورته سوې، چي پر ګډ ملکیت، اقتصادي برابرۍ او د کارګرانو پر حقونو یې ټینګار کاوه. د دغو نظریو عملي تجربې بېلابېلي وې؛ په ځینو ځایونو کي د تعلیم، روغتیا او ټولنیزي هوساینې په برخو کي پرمختګ وسو، خو په نورو کي دولتي جبر، د واک تمرکز او اقتصادي ستونزو نوي مشکلات رامنځته کړل.
ما د تاریخ په دې اوږده سفر کي احساس کړه چي اقتصادي نظامونه بدل سول، خو د شتمنۍ او واک اړیکې د انسان پر ژوند اغېز ته دوام ورکړ. د یوه نظام اصلي ارزښت د هغه په نوم او دعوه کي نه، بلکې په عملي پایلو کي نغښتی وي.
نظریه، بازار او نړیوال اقتصاد
په همدې وخت کي مي سترګي پر چین ولګېدې. ما ولیدل چي دا هېواد د ماو د دورې له اشتراکي اقتصاد څخه وروسته داسي پړاو ته داخل سو چي په هغه کي د اقتصادي اصلاحاتو له لاري بازار، خصوصي کاروبار، پانګوني او نړیوال تجارت ته پراخه زمینه برابره سوه. دولت لا هم په اقتصاد کي پیاوړی رول درلود، خو د بازار قوتونو ته یې هم ځای ورکړی وو.
د چین تجربې ماته دا حقیقت څرګنداوه چي اقتصادي نظامونه ثابت او نه بدلېدونکي نه دي. بدل سوي شرایط، ملي اړتیاوي او د پرمختګ غوښتني هغوی ته نوې بڼه ورکوي. یو هېواد کولای سي د خپل نظریاتي میراث ځیني برخي وساتي او په عین وخت کي په نړیوال بازار کي هم اغېزناک رول ولوبوي.
نړیوال اقتصاد نور یوازي د توکو د پېر او پلور نوم نه وو. مالي ادارې، پورونه، پانګونه، نړیوال تړونونه، انرژي، کانونه، ټکنالوژي او نړیوال بازارونه له یو بل سره ژور تړاو پیدا کړی وو. د یوه هېواد اقتصادي پرېکړې د زرګونو کیلومترو په واټن کي د نورو خلکو پر روزګار، بیو او راتلونکي اغېز کولای سوای.
انسان نړۍ له اقتصادي پلوه سره تړلې وه، خو د دې اړیکو په څنګ کي د انصاف او برابرۍ اصول په هماغه چټکۍ پیاوړي سوي نه وو. په ځینو ځایونو کي نړیوال تجارت د سوکالۍ نوي ورونه پرانیستل، خو په نورو کي د پورونو بار او ناعادلانه شرطونو د کمزورو اقتصادونو خپلواکي محدوده کړه.
د ځمکي خزانې او د انسان محرومیت
له فضا څخه مي د نړۍ بېلابېلي سیمي لیدلې. په یوه ځای کي د تېلو او ګازو زېرمې وې، په بل کي سره زر، مس او نور کانونه، په بل کي حاصلخېزه ځمکي، پراخ ځنګلونه او د اوبو سرچینې. طبیعت د ځمکي بېلابېلي برخي په بېلابېلو نعمتونو بډایې کړې وې، خو د دغو نعمتونو شتون په هر ځای کي د سوکالۍ ضمانت نه وو.
په ډېرو طبیعي سرچینو بډایو سیمو کي عام خلک له بېوزلۍ، بېروزګارۍ، کمزوري تعلیم او د درملني له نشتوالي سره مخ وو. له بلي خوا، ځینو هېوادونو د محدودو طبیعي سرچینو باوجود د تعلیم، ټکنالوژۍ، صنعت، سوداګرۍ او پیاوړو ادارو له لاري د پرمختګ لاري هواري کړې وې.
ماته څرګنده سوه چي طبیعي شتمني پر خپل ځای مهمه ده، خو د هغې عادلانه او هوښیارانه کارونه، روڼ حکومتولي، سوله، تعلیم او د ادارو پیاوړتیا هم بنسټیز اهمیت لري. د سرچینو له شتون څخه هم مهمه دا ده چي د هغو له برکته ترلاسه کېدونکې ګټه چا ته رسېږي.
ما دا هم ولیدل چي ځواکمن دولتونه ډېری وخت د کمزورو سیمو له طبیعي سرچینو، سوداګریزو لارو او ستراتیژیک اهمیت سره ژوره علاقه لري. کله دا اړیکه د پانګوني او متقابلې همکارۍ بڼه خپلوي، خو کله سیاسي فشارونه، سیالي او د ټکر خطرونه زیاتوي.
د ځمکي خزانې باید د انسان د ژوند د ښه کولو وسیلې وای، خو کله ناکله همدا خزانې د تسلط او دښمنۍ بنسټ ګرځي. له تېلو انرژي، له کانونو صنعت، له اوبو کرهڼه او له علمه د ناروغیو درملنه کېدای سي، خو د انساني ګټو شخړي دا امکانات په جګړو او بېثباتۍ بدلوي.
د باروتو تر سیوري لاندي دوې نړۍ
ناڅاپه مي په غوږونو کي د چاودنو غږونه انګازې وکړې. لاندي مي وکتل؛ په ګڼو سیمو کي د باروتو لوګي پورته کېدل. په یوه ځای کي ډزي کېدې، په بل کي ودانۍ په کنډوالو بدلېدلې او په بل کي ماشومان د خپلو ورانو کورونو په منځ کي په وېره ولاړ وو. میندي خپل خپلوان لټول او د ځوانانو خوبونه د جګړې او بېباورۍ قرباني کېدل.
په ډېرو پرمختیايي او وروسته پاته ټولنو کي سیاسي تاوتریخوالي، جګړو، بېثباتۍ او اقتصادي محرومیت د انسان ژوند ستونزمن کړی وو. په ځینو ځایونو کي ښوونځي تړلي وو، په نورو کي د درملني اسانتیاوي نه وې او ځیني خلک د روزګار په لټه کي د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ سوي وو.
بیا منظره بدله سوه. د نړۍ په نورو برخو کي لوړي ودانۍ، عصري روغتونونه، پوهنتونونه، څېړنیز مرکزونه، سړکونه او تفریحي ځایونه ښکارېدل. ماشومان په خوندي چاپېریال کي لوبېدل، ساینسپوهان پر نوو کشفیاتو بوخت وو او خلکو د خپل راتلونکي لپاره پلانونه جوړول. په ډېرو ټولنو کي عصري طب، تعلیم، ټکنالوژۍ او فردي ازادیو د ژوند امکانات پراخ کړي وو.
په دغو ټولنو کي د ژوند ځیني بڼي او اخلاقي رویې داسي هم وې چي په بېلابېلو مذهبي او کلتوري ټولنو کي نه منل کېدې. ما احساس کړه چي د تمدنونو د اختلاف د پوهېدو لپاره یوازي ظاهري ژوند معیار ګرځول بسنه نه کوي. د ټولنو تاریخي تجربې، اخلاقي تصورونه او ټولنیزي غوښتني سره توپیر لري، خو د انسان کرامت، بنسټیز حقوق او متقابل احترام خپل اهمیت پر ځای ساتي.
د پرمختګ اصلي انځور هغه وخت راته بشپړ ښکاره سو چي د هوسا ټولنو اسانتیاوي مي د محرومو سیمو له حالاتو سره پرتله کړې. د علم او سرچینو له پرمختګ سره سره په نړۍ کي داسي انسانان لا هم موجود وو چي له لومړنیو اړتیاوو محروم وو. دې حالت راپه یاد کړه چي د پرمختګ ګټه لا تر اوسه ټولو انسانانو ته نه ده رسېدلې.
هېر سوی سیاسي هدف
د ځمکي په بېلابېلو برخو کي سیاسي فعالیتونه روان وو. په ځینو ځایونو کي سیاست د عامه خدمت او د ادارو د جوړولو وسیله وه، خو په نورو کي د واک سیالۍ سیاست له خپل اصلي هدفه لیرې کړی وو. سیاسي مخالفین دښمنان ګڼل کېدل او نظریاتي اختلافونه په ټولنیزو وېشونو بدلېدل.
د هند منظرې په ځانګړي ډول اندېښمن کړم. زما په خوب کي هلته د هویت، مذهب او قومیت په نوم د پیدا سوي تاوتریخوالي انځورونه راڅرګندېدل. ماته داسي احساس وسو چي کله سیاست په محدودو ملي یا مذهبي تصوراتو او د اکثریت د تسلط په غوښتنه کي راګیر سي، نو اغېزې یې له سیاسي ډګره ټولنیز یووالی او انساني اړیکي هم زیانمنوي.
له خپل قوم سره مینه یو ارزښتناک احساس دی، خو د دې مانا نه لري چي له نورو سره دي دښمني وسي. که سیاست د عامه خدمت پر ځای وېره، تعصب او دښمني د خپل هدف لپاره وکاروي، نو د ټولني د جوړولو پر ځای یې بنسټونه کمزوري کوي.
دا حالت یوازي په یوه هېواد کي محدود نه وو. د نړۍ په بېلابېلو سیمو کي د بېلابېلو نظریو په نوم د واک سیالۍ رواني وې. د سیاست هدف باید د خلکو د ژوند ښه کول وای، خو ځیني سیاسي ځواکونه د خپل واک په ساتلو او د مخالفینو په ماتولو کي دومره بوخت وو چي تعلیم، روزګار، عدالت او د ښاریانو خوندیتوب شاته پاته سوي وو.
ما احساس کړه چي د سیاسي بریا اصلي معیار د مخالف ماتول نه، بلکې خلکو ته د ښه ژوند برابرول دي. واک یوه ذمهواري ده، نه د تلپاتي برترۍ حق.
مذهب، دولت او اقتصادي پرمختګ
زما د بستري سفر دوام درلود. اوس د اروپا د بېلابېلو ټولنو منظرې زما په وړاندي وې. ما ولیدل چي په ګڼو هېوادونو کي د عصري دولتي ادارو، تعلیم، اقتصادي پرمختګ او ښاري حقونو له پراختیا سره د مذهبي ادارو پر دولتي واک تاریخي مستقیم نفوذ محدود سوی وو. خو دا بدلون په ټولو هېوادونو کي یو شان نه وو او مذهب د خلکو له ژوند څخه نه وو ورک سوی؛ ټولنیز او سیاسي رول یې په بېلابېلو بڼو پاته وو.
ما احساس کړه چي پیاوړو ادارو، اقتصادي ثبات او عصري تعلیم په ځینو ټولنو کي د دولتي چارو د مستقیم مذهبي واک څخه د بېلېدو په بهیر کي رول درلود، خو د دې بدلون تر شا اوږده تاریخي، فکري او سیاسي عوامل هم موجود وو.
وروسته مي پام د مسلمانانو اکثریت لرونکو هېوادونو ته واوښت. هلته مذهبي ګوندونو او مذهبي نظریاتو په بېلابېلو کچو پر سیاست او دولتي چارو اغېز درلود. په ځینو ځایونو کي دا اغېز د ولسي استازیتوب او ټولنیزو خدمتونو له لاري څرګندېدی، په نورو کي د قانون جوړولو او د دولت د هویت په بحثونو کي، او کله مذهبي تعبیرونه د سیاسي اختلافونو مرکز ګرځېدل.
ما فکر وکړ چي مذهب انسان ته د عدالت، رښتینولۍ، امانت، رحم او خدمت لارښوونه کولای سي، خو کله چي مذهبي هویت د واک د ترلاسه کولو وسیله وګرځي، سیاسي پرېکړي یې هم باید تر حساب او کتاب لاندي راسي. هېڅ مذهبي ګوند یوازي د خپل نوم له کبله له حساب ورکولو څخه لوړ نه دی، او هېڅ غیر مذهبي دولت یوازي د پرمختګ د دعوې پر بنسټ د بشپړ عدالت مستحق نه سي ګڼل کېدای.
اصلي معیار دا دی چي هر سیاسي ځواک خپل واک څنګه کاروي، د ښاریانو حقوق څومره مراعتوي او د محرومو انسانانو په ژوند کي څومره ښهوالی راولي. مذهبي وي که غیر مذهبي، ملي وي که نړیوال، هره نظریه باید د انسان د عزت، عدالت او عامه هوساینې له معیار سره وتلل سي.
د پوهانو ویښتیا
په همدې وخت کي د ځمکي له بېلابېلو برخو څخه یوه غیرعادي منظره راڅرګنده سوه. د بېلابېلو ژبو ویونکي، د مختلفو مذهبونو او کلتورونو خلک او د بېلابېلو اقتصادي او سیاسي نظریاتو لرونکي پوهان په کوچنیو ډلو کي راټول سوي وو او بحثونه یې کول.
هغوی د وسلو پر سیالۍ، اقتصادي نابرابرۍ، سیاسي وېش، مذهبي او قومي کرکي، د طبیعي سرچینو پر ناعادلانه وېش او د نړیوال ټکر پر خطرونو غور کاوه. د دوی د فکر مرکز دا وو چي انسان د ساینس، صنعت او ټکنالوژۍ په وسیله حیرانوونکی پرمختګ کړی، خو دا پرمختګ په سوله، عدالت او ګډه هوساینه بدلول لا هم نیمګړي پاته دي.
د ځینو پوهانو په اند د نړۍ ستونزه یوازي د سرچینو کمښت نه، بلکې پر سرچینو د واک او له هغو څخه د ترلاسه کېدونکو ګټو ناعادلانه وېش هم دی. نورو ټینګار کاوه چي جګړه یوازي په میدان کي نه وي؛ لوږه، ناپوهي، محرومیت او داسي اقتصادي جوړښتونه هم د انسان ژوند تباه کوي چي د څو کسانو هوساینه د ډېرو خلکو له محرومۍ سره تړلې وي.
د دوی موخه دا نه وه چي یوه نظریه، مذهب یا کلتور پر ټوله نړۍ وتپي. هغوی داسي ګډ اصل لټاوه چي د اختلاف باوجود د انسانانو د حقوقو، د دولتونو د خپلواکۍ او د ګډ راتلونکي ساتنه وکړای سي.
بالاخره د نړۍ له بېلابېلو سیمو څخه پوهان په یوه نړیواله غونډه کي سره راټول سول. د دوی په وړاندي د نوې نړۍ د نقشې جوړولو کار پروت وو. چا د اقتصاد په اړه وړاندیزونه درلودل، چا د دولتي واک او ولسي حسابورکوني په اړه لیکنه وړاندي کړه، چا د تعلیم او روغتیا د بنسټیزو حقوقو پر موضوع کار کړی وو او چا محرومو سیمو ته د علم او ټکنالوژۍ د رسولو لاري څېړلې.
دا غونډه د دې لپاره نه وه چي پوهان د سیاستوالو پر ځای واک ترلاسه کړي. دوی غوښتل سیاست ته یې اصلي هدف ورپه یاد کړي. دوی غوښتل دولتي واک د ولس د هوساینې تابع سي، اختلافونه د دښمنۍ پر ځای د خبرو اترو له لاري حل سي او د اقتصادي پرمختګ ګټه د څو کسانو په لاسونو کي د محدودېدو پر ځای عام انسان ته ورسېږي.
د نوې نړۍ پرېکړه
پوهانو لومړی دا اصل وټاکه چي هېڅ سیاسي، مذهبي یا اقتصادي نظریه به د انسان له کرامت څخه لوړه نه وي. هر دولت به د خپلو ښاریانو د بنسټیزو حقوقو ساتنه کوي، هر مالي بنسټ به د خپلو پرېکړو د انساني اغېزو په اړه حساب ورکوي او په هر نړیوال تړون کي به روڼتیا، عادلانه شرطونه او متقابل احترام اساسي اصول وي.
دوی پرېکړه وکړه چي سوداګري به ملتونه له یو بل څخه محتاج نه کوي، بلکې اقتصادي پیاوړتیا به یې رامنځته کوي. پور به د پرمختګ وسیله وي، نه د دایمي غلامۍ ځنځیر. پانګونه به د سیمي د خلکو لپاره د روزګار، علم او هوساینې زمینه برابروي. د طبیعي سرچینو په اړه به د اړوندو ملتونو مشروع حقوق خوندي وي او د هغو په کارولو کي به د چاپېریال او راتلونکو نسلونو ګټې هم په پام کي نیول کېږي.
بیا هغه شېبه راورسېده چي زما خوب ته یې نوې مانا ورکړه.
پوهانو د نړیوالو مالي بنسټونو او د انسانانو د ګډ کار له لاري د تولید سوي شتمنۍ په اړه یوه بنسټیزه پرېکړه وکړه. دوی اعلان وکړ چي پر نړیوال مالي نظام او ګډو سرچینو باندي باید د یوه فرد، ځانګړي قشر یا یوې نظریاتي ډلې مطلق او بېحسابه واک نه وي. دا بنسټونه او سرچینې به د انسانیت د هوساینې امانت ګڼل کېږي او د کارولو موخه به یې ګډ پرمختګ، اقتصادي خپلواکي او انساني هوساینه وي.
د دوی دریځ دا وو چي مالي ادارې د انسانانو د خدمت لپاره جوړېږي، نه دا چي انسانان د دغو ادارو خدمتګاران سي. د دوی بریا به یوازي د ګټي له مخې نه، بلکې له دې سره هم سنجول کېږي چي څومره بېوزلي کموي، څومره دندې پیدا کوي، څومره اقتصادونه پیاوړي کوي او څومره خلکو ته لومړنیو اسانتیاوو ته د لاسرسي زمینه برابروي.
دا پرېکړه د هر ډول خصوصي ملکیت د ختمولو اعلان نه وو، بلکې د دې اصل څرګندونه وه چي بنسټیز انساني اړتیاوي او ګډي سرچینې د څو کسانو د نامحدود واک تابع کېدای نه سي. اقتصادي خپلواکي به له حسابورکوني سره، پانګونه به له عدالت سره او پرمختګ به له انساني حقوقو سره تړلی وي.
پوهانو څرګنده کړه چي د یوه ملت د خپلواکۍ احترام ضروري دی، خو دولت نه سي کولای د خپلو ښاریانو له بنسټیزو حقوقو څخه د محرومولو لپاره خپله خپلواکي پلمه کړي. همدارنګه نړیواله همکاري دا مانا هم نه لري چي ځواکمن هېواد دي د کمزورو ملتونو پر سرچینو او پرېکړو واکمني وکړي.
په نوې نړۍ کي تعلیم، روغتیا، خوراک، پاکي اوبه، بنسټیزه انرژي او انساني خوندیتوب به یوازي د ګټي لپاره توکي نه ګڼل کېږي. اقتصادي فعالیتونه به دوام لري، خو دغو بنسټیزو اړتیاوو ته لاسرسی به د انساني هوساینې له اصولو سره تړلی وي.
ما احساس کړه چي پوهان نه غواړي د نړۍ ټوله شتمني په یوه صندوق کي واچوي او یوه مرکز ته یې وسپاري. د دوی موخه د شتمنۍ، واک او ادارو د کارولو د اصولو بدلول وو، څو د یوه قشر هوساینه د ټول انسانیت پر محرومۍ ولاړه نه وي.
دا زما د خوب تر ټولو خوشاله کوونکې منظره وه. انسان له پېړیو راهیسي د شتمنۍ او واک لپاره نظامونه جوړول، خو اوس مي داسي یوه غونډه ولیده چي هڅه یې کوله نظام د انسان تابع کړي.
د آدم اولاد او ګډ کور
له دې غونډي وروسته مي یو ځل بیا ځمکي ته وکتل. د بېلابېلو قومونو څېرې، رنګونه، ژبي، جامې او کلتورونه په خپلو ځانګړو بڼو ښکارېدل، خو د خوښۍ، غم، میني، وېرې او هیلې په احساساتو کي یو ګډ انساني رنګ موجود وو.
موږ ټول د حضرت آدم علیهالسلام اولاد یو. که دا نسبت یوازي یوه جمله ونه ګڼل سي، بلکې انساني ذمهواري وبلل سي، نو ښايي د نورو محرومیت خپله بریا ګڼل ستونزمن سي. ځمکه د یوه قوم، یوې ژبي یا یوې نظریې لپاره ځانګړې نه ده؛ پر دې باندي ټول اوسېدونکي یو له بل سره تړلي دي.
په یوه سیمه کي د جګړې لوګي کولای سي لرې اقتصادونه اغېزمن کړي، په یوه ځای کي د چاپېریال تباهي د نورو سیمو ژوند بدلولای سي او په یوه ټولنه کي د علم پرمختګ د ټول انسانیت لپاره ګټور تمامېدای سي. همدارنګه د بېعدالتۍ، کرکي او اقتصادي بېثباتۍ اغېزې هم په سرحدونو کي نه بندېږي.
که د ځمکي سرچینې، انساني کار او ګډ علم په همکارۍ وکارول سي، د نړۍ ډېرې ستونزي کمېدای سي. د دې لپاره اړینه ده چي دولتونه خپله خپلواکي وساتي، خو نړیوال مسؤلیتونه هم ومني؛ ځواکمنې ټولني د کمزورو ټولنو پرمختګ د خپلو ګټو لپاره خطر ونه ګڼي، بلکې د ګډي هوساینې فرصت یې وبولي.
د کایناتو رازق
زه لا هم په همدې فکرونو کي ډوب وم چي د ځمکي رڼاوي ورو ورو تتې سوې. د پوهانو غونډه لیرې کېدله، د نوې نړۍ نقشه په رڼا کي ورکېدله او زما بستره په ورو ورو له فضا څخه د ځمکي پر لور راکښته کېده.
ښارونه، غرونه، سمندرونه او ودانۍ یو ځل بیا په خپلو اشنا رنګونو کي ښکارېدل. ما وروستی ځل ځمکي ته وکتل؛ هماغه شینابي سیاره، هماغه ګډ کور او هماغه انسانان، چي د خپل عقل، کار او وړتیاوو په وسیله نړۍ ښه کولای سي، خو د خپلو ګټو په سیالیو کي یې د تباهۍ لوري ته هم بیولای سي.
ناڅاپه مي سترګي خلاصي سوې.
زه په خپله کوټه کي وم. د اوږده سفر له ستړیا څخه ستړی او له سختي تندي څخه بېحاله وم. ستونی مي وچ وو او سمدستي اوبو ته اړتیا لرله. خپل شاوخوا مي د اوبو د موندلو لپاره وکتل، خو د اوبو پر ځای مي ځان ته نژدې یو کاغذ پروت ولیدی. په حیرانتیا مي هغه پورته کړ. پر کاغذ څو ټکي لیکل سوي وو:
«رازق الله پاک دی.»
زه ډېر وخت همدغو ټکو ته ځیر پاته سوم. د خوب ټولي منظرې مي په ذهن کي تازه وې: د مېوهپلورونکي پر ګاډي د بیو توپیر، له فضا څخه لیدل کېدونکې ځمکه، د جګړو اور، د پرمختللو ټولنو هوساینه، پر نړیوالو مالي بنسټونو د پوهانو پرېکړي او داسي نوې نړۍ چي انسان پکښي د اقتصادي نظام غلام نه، بلکې د هغه د جوړولو او ښه کولو اصلي موخه وي.
له اوږده سفر وروسته اوبو ته سخته اړتیا لرله، خو د کاغذ ټکو زما پام د رزق، واک او انساني مسؤلیت پراخي مانا ته واړاوه. د رزق سرچینه الله تعالی دی، خو پر انسان د کار، رښتینولۍ، عدالت او د نورو د حقوقو د ساتني مسؤلیت هم شته. د خپل ځواک یا شتمنۍ پر بنسټ د بل انسان له مجبورۍ ګټه اخیستل او د هغه مشروع حقوق تر پښو لاندي کول د انساني شرافت خلاف کار دی.
ما احساس کړه چي د انسان اصلي ازموینه د نعمتونو ترلاسه کول نه، بلکې له هغو سره د هغه چلند دی. شتمني انسان د نورو خدمت ته هڅوي که یې په غرور اخته کوي؛ واک یې د حقوقو ساتني ته بیایي که د ظلم لاره ورښيي؛ علم یې د انسانیت د راتلونکي په جوړولو کي برخهوال کوي که یوازي د خپل برترۍ د ثابتولو وسیله یې ګرځي.
شپه خاموشه وه او نړۍ په خپل عادي بهیر کي روانه وه. په یوه ځای کي چا شتمني شمېرله، بل څوک د پورونو تر بار لاندي اندېښمن وو، په بل ځای کي څوک د جګړې د مخنیوي لپاره خپل کور پرېښود او په بل ځای کي کوم پوه د انسانیت د راتلونکي لپاره د نوو لارو په لټه کي وو.
ما سترګي پټي کړې او د ځمکي هغه شینابي ګول یو ځل بیا زما په وړاندي ودرېد. ماته داسي احساس وشو چي د ځمکي اصلي عظمت په طبیعي خزانو، لوړو ودانیو او ځواکمنو وسلو کي نه، بلکې د هغې پر مخ د اوسېدونکو انسانانو په عزت، ازادۍ، خوندیتوب او هوساینه کي نغښتی دی.
په زړه کي مي دعا وکړه:
اې د کایناتو مالکه! انسان ته دومره شعور ورکړه چي ستا نعمتونه د خپل برترۍ وسیله ونه ګرځوي، بلکې ستا د مخلوق د خدمت لپاره یې وکاروي؛ او دومره پوهه ورپه برخه کړې چي په خپله جوړه کړې نړۍ کي انسانیت خښ نه کړي، بلکې یو ځل بیا یې ژوندی کړي.»
خوب پای ته رسېدلی وو، خو پیغام یې زما په ذهن کي روښانه وو. ځمکه زموږ ټولو ګډ کور دی، سرچینې یې د انساني ژوند د ښه کولو لپاره دي او د انسان عظمت په دې کي دی چي خپل پرمختګ د نورو پر محرومۍ جوړ نه کړي، بلکې د ټولو لپاره د هوساینې لاره هواره کړي.
ښايي نوې نړۍ هغه وخت پیلېږي چي انسان دا درک کړي چي د ځمکي تر ټولو ستره شتمني یوازي خزانې، بازارونه او مالي ادارې نه دي، بلکې پخپله انسان دی؛ او هېڅ نظام تر هغه وخته ستر نه سي کېدای، څو یې په عظمت کي د انسان عزت، ازادي، خوندیتوب او هوساینه شامله نه وي.
ما کاغذ قات کړ او ځان ته مي نژدې کښېښود. د اوبو لټون لا پاته وو، خو خوب دا احساس راکړی وو چي د انسانیت تنده یوازي په اوبو نه ماتېږي؛ هغه عدالت، سولي او ګډ شعور ته هم اړتیا لري.
