کوټه( سید سردار محمد خوندئی )
د ډي سي ویسټ لخوا پرائیویټ سکولونو ته د رخصتیو د فیسونو نه اخیستلو په اړه د غیر قانوني او غیر آئيني نوټیفکیشن پر ضد د بلوچستان پرائیویټ سکولز ایسوسی ایشنز الائنس (BPSAA) د بلوچستان معزز های کورټ ته د رجوع کولو وروستۍ پرېکړه کړې ده.
په دې لړ کې د الائنس یوې لوړې کچې پلاوي د بلوچستان بار ایسوسی ایشن له صدر میر عطاء الله لانګو سره د هغه په دفتر کې چې د بلوچستان های کورټ کې دی، مهمه ملاقات وکړ. په پلاوي کې میر بهادر خان لانګو، ایډووکیټ میر محمد موسیٰ لانګو، حاجي محمد سلیم ناصر، لیاقت علي هزاره او جنرل سیکرټري محمد نواز پندرانی شامل وو.
د ملاقات په جریان کې جنرل سیکرټري محمد نواز پندرانی د بار صدر ته د ډي سي ویسټ د نوټیفکیشن د قانوني اړخونو په اړه تفصیلي بریفینګ ورکړه او د سپریم کورټ آف پاکستان او د بلوچستان های کورټ د واضح پرېکړو، حکمونو او پخوانیو نوټیفکیشنونو کاپي یې وړاندې کړې چې پکې د رخصتیو د فیس اخیستلو په اړه د عدلیې څرګند حکمونه موجود دي.
پلاوي د بلوچستان بار ایسوسی ایشن له صدر څخه په بلوچستان های کورټ کې د آئيني درخواست (Constitutional Petition) دائر کولو لپاره د رسمي قانوني مرستې غوښتنه وکړه.
د بار صدر میر عطاء الله لانګو ټول اسناد ترلاسه کړل او د هغوی په باریک بینۍ سره د مطالعې ډاډ یې ورکړ. په دې موقع د پلاوي ناسته د بلوچستان های کورټ له ډپټي رجسټرار منیر احمد لانګو سره هم وشوه چې پکې د پیټیشن دائر کولو د لوازمو او طریقې په اړه معلومات ترلاسه شول.
د الائنس د ویاند په وینا د بلوچستان پرائیویټ سکولز ایسوسی ایشنز الائنس به د شخصي تعلیمي ادارو پر قانوني حقونو او تعلیمي نظام باندې د شب خون وهلو هېڅکله اجازه ورنکړي. د ټولو قانوني اسنادو له جاج اخیستو وروسته به ډېر ژر د ډي سي ویسټ د غیر قانوني اقدام پر ضد په معزز عدالت کې آئيني پیټیشن دائر کړي شي ترڅو د قانون حاکمیت او د تعلیمي ادارو وقار وساتل شي.
