اسلاماباد (وېب نیوز) د پاکستان د قامي اسمبلۍ د مخالفو غړو مشر، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر او د اساسي قانون د ساتنې غورځنګ مشر محمود خان اڅکزي ویلي، د اساسي قانون واکمني، د پارلمان پیاوړتیا او خپلواکې، عادلانه او رڼې ټاکنې د دوی اساسي غوښتنې دي. نوموړي د اکتوبر پر ۱۹مه د قامي اسمبلۍ غونډې ته په وینا کې وویل، مخالفو غړو ته باید د ولس د ستونزو او قانون جوړونې په اړه د خبرو فرصت ورکړل شي او د جرګې مشر باید د ټولو غړو درناوی او حقونه خوندي کړي. هغه زیاته کړه، قانون جوړونه باید په نیم ساعت کې له بحث پرته بشپړه نه شي، بلکې ټاکل شوې کړنلارې او اصول باید مراعات شي. د محمود خان اڅکزي په وینا، د مخالفینو موخه ګډوډي جوړول او د خلکو ځورول نه دي، بلکې د ولسواکۍ د اصولو او پارلماني دودونو ساتنه ده. نوموړي غوښتنه وکړه چې د دوی ملګرو غړو ته دې د خبرو فرصت ورکړل شي، څو خپل نظرونه او دریځ د جرګې له غړو سره شریک کړي. د ورکړل شوي بیان له مخې، د هغه وینا سانسور شوې ده.
