تهران (وېب نیوز) د ایران د ستر رهبر سلاکار ډاکټر محمد مخبر خبرداری ورکړی، که د ایران پر برېښناکوټونو او پېټروکیمیاوي تاسیساتو برید وشي، نو په ځواب کې به د نهو هېوادونو د انرژۍ پر تاسیساتو بریدونه وشي. د ایران د انقلابي ګارډ ویاند بریدجنرال حسین محبي هم ویلي، د ایران پر انرژۍ تاسیساتو هر ډول برید به له سخت ځواب سره مخ شي او د اسرائیل تر نیواک لاندې سیمې به د اور په لمبو کې وسوځول شي. ایراني چارواکو په خپلو څرګندونو کې د ځوابي اقدام لپاره کومه ټاکلې نېټه یا ځانګړی هدف نه دی مشخص کړی. دا څرګندونې په داسې حال کې شوې چې په سیمه کې تاوتریخوالی او د انرژۍ د نړیوالې رسونې په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.
