اسلاماباد (وېب نیوز) د پاکستان سینیټ د قانون وفاقي وزیر اعظم نذیر تارړ او د کورنیو چارو د دولت وزیر طلال چوهدري له مخالفت سره سره سناتورانو ته د ټول عمر لپاره د آبي پاسپورټ ورکولو په اړه د ۱۹۷۴م کال د پاسپورټ قانون د تعدیل مسوده منظوره کړې ده. سناتور عبدالقادر د مسودې د وړاندې کولو پر مهال ویلي، پخواني لوړپوړي سرکاري چارواکي، د هغوی اولادونه او د قامي اسمبلۍ غړي د دې اسانتیا څخه ګټه اخلي، نو سناتورانو ته هم باید دا حق ورکړل شي. طلال چوهدري ویلي، د آبي پاسپورټونو شمېر مخکې ۷۵ زره و، چې ۴۵ زرو ته راکم شوی دی؛ له همدې امله باید د ملي امنیت او د هېواد وقار ته پام وشي. د قانون وفاقي وزیر اعظم نذیر تارړ هم د پاسپورټونو د وېش د اصولو د تنظیم غوښتنه کړې، په داسې حال کې چې سناتور عابد شیر علي له سناتورانو څخه د نه اعتراض سند غوښتلو مخالفت کړی او د استحقاق تحریک د وړاندې کولو اعلان یې کړی دی.
