قلات، ګوادر (وېب نیوز) د بلوچستان په قلات او ګوادر ضلعو کې د امنیتي ځواکونو د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د عملیاتو پر مهال څلور ترهګر وژل شوي دي. بل لور ته د ګوادر د پسني په سیمه کې د پاکونې عملیاتو پر مهال د ځای پر ځای شوي چاودېدونکي توکي په چاودنه کې د پاکستان د پوځ مېجر وجاهت وحید سخت ټپي شو، چې وروسته یې د ټپونو له امله ساه ورکړه. امنیتي ځواکونو په سیمه کې د لټون عملیات چټک کړي دي.
