کوټه، اسلاماباد (وېب نیوز) د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري په بلوچستان کې د ترهګرو پر ضد د عملیاتو پر مهال د مېجر وجاهت وحید پر شهادت خواشیني څرګنده کړې او د شهید له کورنۍ سره یې غمرازي کړې ده. نوموړي ویلي، د وطن د دفاع او سولې لپاره د امنیتي ځواکونو قربانۍ د ټول ملت لپاره د ویاړ وړ دي. د هغه په وینا، په قلات او ګوادر کې د څلورو ترهګرو وژل کېدل د امنیتي ځواکونو د مسلکي وړتیا او هوډ څرګندونه کوي.
