پسني (وېب نیوز) د ګوادر د پسني تحصیل په بېلابېلو سیمو کې په یوه ورځ د څلورو کسانو مړي موندل شوي دي. د پولیسو په وینا، د چکلي له سیمې د موندل شویو دوو کسانو پېژندنه د حفیظ ولد داد محمد او جاوېد ولد مستري بوھیر په نومونو شوې، خو د مکران ساحلي لویې لارې پر پسني کوکونټ فارم ته نږدې د موندل شویو دوو نورو کسانو پېژندنه نه ده شوې. د حفیظ ورور ویلي، هغه په ګوادر کې زدهکړې کولې او د تېر کال له اګست راهیسې یې له کورنۍ سره اړیکه پرې شوې وه. پولیس د پېښو پلټنې کوي.
