ځنګل پیرعلیزۍ (وېب نیوز) د قلعه عبدالله ضلعې په ځنګل کېمپ کې د ډزو په پېښه کې محمد رمضان ولد فضلالکریم کاکوزی وژل شوی، په داسې حال کې چې د بجی ځنګل بازار په یوه بله پېښه کې ماسټر داد محمد ولد محمد نبي سخت ټپي شوی دی. ټپي د لومړنۍ درملنې وروسته کوټې ته لېږدول شوی. د وژل شوي کس خپلوانو د احتجاج په توګه د کوټې ـ چمن نړیواله لویه لار د ترافیکو پر مخ تړلې ده. د دواړو پېښو د لاملونو او مسؤلینو په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.
