زیارت (وېب نیوز) د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او پښتون تحفظ موومنټ له خوا په زیارت کې د مبینې ډرون حملې پر ضد احتجاجي مظاهره وشوه. د مظاهرهچیانو په وینا، په پېښه کې محمد مهربان شهید شوی او منظور احمد او فیروز خان ټپیان شوي دي. د پښتونخوا میپ مرکزي عمومي سکرتر عبدالرحیم زیارتوال او د پي ټي اېم مشر جمیل خان د پېښې د پلټنو، د مسؤلینو پر ضد د اقدام، د شهید کورنۍ ته د تاوان او د ټپیانو د درملنې غوښتنه وکړه. ویناوالو تور ولګاوه چې پر ځايي شپنو بریدونه د سیمې پر طبیعي سرچینو او د ځايي خلکو پر حقونو منفي اغېز کوي.
