راولپنډۍ (وېب نيوز) د انګلستان د کرکټ لوبډلې مشر روزونکي برېنډن مېک کولم ویلي، چې د پاکستان پر خپله خاوره او د هغه په خپلو شرایطو کې لوبه کول اسانه نه دي، ځکه پاکستان پیاوړې لوبډله ده او پر وړاندې یې باید بریدګر تګلاره غوره شي. نوموړي په راولپنډۍ کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې پاکستان ته په راتګ ډېر خوښ دی او د دې هېواد خلک ډېر مېلمه پال دي. د هغه په وینا، پاکستان په خپله خاوره کې د لوبېدو ګټه لري او په درې اړخیزه سیالۍ کې پاکستان او سریلانکا دواړه پیاوړي سیالان دي. مېک کولم وویل، لوبغاړي باید د لوبې د بدلېدونکو شرایطو له مخې خپله تګلاره بدله کړي او په هره سیالۍ کې د بریا هڅه وکړي.
