تازه خبرونه ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۶

د اڅکزي د اپوزېسیون مشر ټاکلو پر مهال له ما سره هم مشوره نه وه شوې، شیر افضل مروت

اسلام‌آباد (وېب نيوز) د پاکستان تحریک انصاف ناراض د قامي اسمبلۍ غړي شیر افضل مروت ویلي چې محمود خان اڅکزی د قامي اسمبلۍ د اپوزېسیون مشر ټاکلو پر مهال نه له ده او نه هم له بل چا سره مشوره شوې وه. نوموړي په خپل بیان کې وویل چې د اڅکزي د لرې کولو په اړه یې شخصي نظر دا دی چې کله یو چا ته عزت ورکړل شي، وروسته باید سپک نه کړل شي. د هغه په وینا، که پي ټي آی اڅکزی له دې دندې لرې کړي، نو دا به د هغه د سپکاوي په معنا وي. شیر افضل مروت وویل چې په ګوند کې ځینو کسانو ته د مشرتابه فرصتونه نه ورکول د ګوند د راتلونکي لپاره زیانمن تمامېدای شي. نوموړي زیاته کړه چې اوس مهال پي ټي آی له سخت فشار او کړکېچ سره مخ ده او که پرېکړې په همدې ډول کېږي، د ګوند د راتلونکي په اړه به پوښتنې راپورته شي.