کوټه (یو اېن اې) د وزیراعلی میر سرفراز بګټي د تګلارې له مخې د بلوچستان د عوایدو ادارې د مالیاتو نظام ډیجیټلي کړی او مالیه ورکوونکو ته یې د انلاین نوملیکنې، مالیاتي اظهارنامو سپارلو، مالیاتو ورکولو، غوښتنلیکونو د پروسس او برېښنايي خبرتیاوو اسانتیاوې برابرې کړې دي. د نوي نظام له لارې د مالیاتي پورونو څارنه او د هغو کسانو پېژندنه هم کېږي، چې اظهارنامې نه سپاري یا لږ مالیه ورکوي؛ د ادارې په وینا، دا بدلونونه به شفافیت او د صوبايي عوایدو کچه لوړه کړي.
