تازه خبرونه ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۶

د منفي تبلیغاتو له لارې د جمعیت علمای اسلام محبوبیت نه شي کمېدای، مولانا عبدالواسع

کوټه (یو اېن اې) د جمعیت علمای اسلام بلوچستان صوبايي مشر سېنېټر مولانا عبدالواسع ویلي، چې منفي تبلیغات او بې بنسټه تورونه د دې ګوند ولسي محبوبیت او باور نه شي کمولای. نوموړي وویل، چې ګوند به د اساسي قانون د برلاسۍ، ولسي حقونو، جمهوري ارزښتونو او اسلامي اصولو لپاره خپله سوله ییزه سیاسي مبارزه روانه ساتي؛ صوبايي عمومي سېکرټر آغا محمود شاه هم د ګوند پر نظریاتي دریځ او د ولس پر خدمت د ټینګ پاتې کېدو ژمنه وکړه.