تازه خبرونه ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۶

د ولسي سرچینو نیول د پښتنو او بلوڅو لپاره د منلو وړ نه دي، احمد خان

کوټه (وېب نیوز) د افغان قومي موومنټ مشر احمد خان ویلي، چې د پښتنو او بلوڅو د ولسي سرچینو نیول او د هغوی د حقونو تر پښو لاندې کول د منلو وړ نه دي. نوموړي د معدني سرچینو په اړه پر قوانینو او مسودو نیوکه کړې او غوښتنه یې کړې، چې ولس ته پر خپلو سرچینو د واک او اختیار حق ورکړل شي او عامه شتمني د شخصي ګټو پر ځای د ولس د هوساینې لپاره وکارول شي.