پنجګور (وېب نیوز) نېشنل پارټۍ پنجګور د خپل وژل شوي مشر غړي ولید صالح بلوڅ لومړۍ تلین ولمانځه او د هغه سیاسي او قومي خدمتونه یې وستایل. د غونډې ویناوالو وویل، چې د وژنې له پېښې یو کال تېرېدو سره سره د تورنو کسانو نه نیول د اندېښنې وړ دي؛ هغوی له حکومت او اړوندو ادارو وغوښتل، چې پلټنې بشپړې او تورن کسان قانون ته وسپاري او د وژل شوي فعال کورنۍ ته عدالت برابر کړي.
