کوټه (وېب نیوز) د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر میر ضیا الله لانګو ویلي، چې د بلوچستان حالات له خیبر پښتونخوا سره پرتله کول سم نه دي او حکومت د ترهګرۍ پر ضد د امنیتي ځواکونو ملاتړ کوي. چارواکو وویل، چې په تېرو دوو کلونو کې تر ۶۰ زرو زیات استخباراتي عملیات شوي، ۴۵۰ ترهګر نیول شوي او ۱۱۰۰ وژل شوي، په داسې حال کې چې د ترهګرۍ په پېښو کې ۵۵۱ ملکي وګړي وژل شوي دي.
