کابل (وېب نیوز) د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي، سږ کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم تولید شوي چې د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي. د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې روان کال پر ۱.۹۷ میلیونه هکټاره ځمکه غنم کرل شوي چې د تېر کال په پرتله ۴.۱ سلنه زیاتوالی دی. له دې ډلې ۱.۳۴ میلیونه هکټاره ځمکه خړوبه او ۶۲۵ زره هکټاره للمي ځمکه وه. د وزارت د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د غنمو کلنۍ اړتیا ۷.۰۹ میلیونه مټریک ټنه اټکل شوې ده؛ له همدې امله، د کورني تولید سربېره د بازار د اړتیاوو پوره کولو لپاره د غنمو واردولو ته اړتیا شته. د کرنې وزارت د شمېرو له مخې، تېر کال پر ۱.۸۹ میلیونه هکټاره ځمکه غنم کرل شوي وو او ټولیز تولید یې ۴.۵۴ میلیونه مټریک ټنو ته رسېدلی و.
