کوټه (وېب نیوز) پاکستان د درې اړخیزې یو ورځنۍ لوبلړۍ په دویمه سیالۍ کې د عرفات منہاس د غوره هر اړخیزې لوبې په مټ انګلستان ته په ۸۷ منډو ماتې ورکړه. په راولپنډۍ کې پاکستان لومړی توپوهنه وکړه او د ۹ لوبغاړو په سوځېدو یې ۳۰۲ منډې جوړې کړې. حسن نواز ۷۹، عرفات منہاس ۵۹ او فهیم اشرف ۳۹ منډې وکړې. په ځواب کې د انګلستان ټوله لوبډله په ۲۱۵ منډو وسوځېده. عرفات منہاس په ۴۰ منډو د انګلستان ۶ لوبغاړي وسوځول او یو لوبغاړی یې په رناوټ هم بهر کړ. حارث رؤف دوه او نسیم شاه یوه ویکټه واخیسته. پاکستان تر دې وړاندې د لوبلړۍ په لومړۍ سیالۍ کې سریلانکا ته هم په ۳۷ منډو ماتې ورکړې وه.
