لیکنه: سید انور شاه

زه د خیالونو په نړۍ کې ورک وم. دا داسې نړۍ وه چې پولې یې پر نقشو کښل شوې وې، خو د ګټو پولې یې تر هغو ډېرې پراخې وې. په یوه خوا کې پرمختللو هېوادونو د هوساینې څراغونه بل کړي وو، په بله خوا کې پرمختیايي هېوادونو د دغو څراغونو د بل ساتلو لپاره تېل برابرول، او په درېیمه نړۍ کې خلکو په خپلو کورونو کې د پردیو په څېر ژوند کاوه. ما ولیدل چې د درېیمې نړۍ غرونه له معدني زېرمو ډک دي، ځمکې یې حاصلخېزې دي، سیندونه یې له اوبو ډک دي او سمندرونه یې له طبیعي شتمنیو برخمن دي؛ خو د دغو سرچینو د اصلي وارثانو په کورونو کې لوږې، بې‌روزګارۍ او محرومۍ تلپاتې استوګنځایونه جوړ کړي دي. د دوی د شتمنیو په اړه پرېکړې په نورو ځایونو کې کېدې، شتمني یې نورو هېوادونو ته لېږدول کېده او د دوی په برخه کې یوازې څو ژمنې، ځینې شمېرې او د پرمختګ ښکلي خوبونه پاتې کېدل.
ما د پرمختیايي او نیمه خپلواکو هېوادونو واکمنان ولیدل. پر څېرو یې د واک ځلا وه، خو په سترګو کې یې یوه عجیبه بېوسي پټه وه. دوی د سترو قدرتونو د خوښۍ ترلاسه کولو لپاره داسې بوخت وو، لکه د یوې پراخې امپراتورۍ مامورین چې د خپلو بادارانو د رضایت په تمه ناست وي. د دوی دنده دا وه چې د خپل هېواد سرچینې پر داسې لارو روانې کړي چې پرمختللې نړۍ ته ورسېږي، او په دې سفر کې د ځان لپاره هم دومره برخه وساتي چې د واک ماڼۍ یې ولاړه پاتې شي. د ولس په نوم تړونونه کېدل، د ملي ګټو په نوم پرېکړې کېدې، خو ولس ته ډېر ځله دا هم نه معلومېده چې د دوی د ځمکې لاندې څه پټ دي، له سمندرونو یې څه ایستل کېږي او د دوی د راتلونکي بیه په کوم بازار کې ټاکل کېږي.
بل لور ته، په پرمختللو هېوادونو کې سترې څېړنیزې ادارې، پوهنتونونه او فکري مرکزونه د راتلونکي نقشې جوړولو ته بوخت وو. پر مېزونو یې د نړۍ د سرچینو شمېرې، د معدني زېرمو نقشې، د انرژۍ اړتیاوې، سیاسي تمایلات او د ټولنیزو خوځښتونو شننې پرتې وې. دوی په دې فکر کې وو چې د پرمختیايي هېوادونو سرچینو ته لاسرسی څنګه وساتي، د هغو هېوادونو واکمنان څنګه له خپلو ګټو سره همغږي کړي او د ولسي بیدارۍ د هر احتمالي خوځښت مخه څنګه ونیسي، څو د دوی ټاکل شوي پلانونه له خطر سره مخ نه شي. په دغو ادارو کې ځینې د علمي څېړنو او د انسانانو د پرمختګ لپاره هم کار کاوه، خو زما پام د هغه نظام پر هغو اړخونو متمرکز و چېرې چې علم د ځواک د ګټو په خدمت کې درېږي.
کله مې چې د هغوی رسنۍ وکتلې، یو عجیبه تضاد راته څرګند شو. په کورنیو چارو کې پر حکومت د نیوکې امکان موجود و، له واکمنانو پوښتنې کېدای شوې، د هغوی پر تېروتنو بحثونه کېدل او په ورځپاڼو کې بېلابېل نظرونه خپرېدل. خو کله چې خبره بهرنۍ تګلارې، ملي امنیت او د نړیوالو قدرتونو ګټو ته ورسېده، د آزادۍ دغه پراخوالی به تر یوه بریده تنګېده. سترې ورځپاڼې او ټلوېزیوني ادارې ډېری وخت د دولت د اساسي لومړیتوبونو تر شا ولاړې ښکارېدې، که څه هم مخالف غږونه هم موجود وو. ځینو خبریالانو، روڼ‌اندو او لیکوالانو هڅه کوله چې له دې چوکاټه بهر ووځي، خو غږونه یې دومره محدود وو چې سمدستي د دولت د تګلارې د بدلولو لامل نه شوای کېدای.
د دې برعکس، په پرمختیايي نړۍ کې مې د رسنیو بله بڼه ولیده. هلته کله ناکله د خپلو هېوادونو رسنۍ د هغو نړیوالو ګټو استازیتوب کاوه چې د ځايي خلکو له ګټو سره په ټکر کې وې. په ځینو ځایونو کې اقتصادي مجبوریتونو د قلم ازادي محدوده کړې وه، په ځینو کې اعلانونو او مالي وابستګۍ د ادارو خپلواکي کمزورې کړې وه، او په ځینو نورو کې له واکمنانو سره نږدېوالي ژورنالېزم د ولس له پوښتنو لرې کړی و. په داسې حالت کې خلکو د خپلو شرایطو د درک کولو لپاره رسنۍ لرلې، خو له دغو رسنیو څخه تل هغه معلومات نه ترلاسه کېدل چې د خپلو سرچینو، حقونو او راتلونکي په اړه د خپلواک تصمیم نیولو لپاره ورته اړتیا وه.
په درېیمه نړۍ کې د واکمنې تحمیل شوې اشرافي طبقې حالت تر دې هم دردناک و. په ځینو ځایونو کې ولسواکي محدوده وه، په ځینو کې اختلاف جرم ګڼل کېده، په ځینو کې پر قلم څارونکي ناست وو او په ځینو نورو کې د غږ پورته کوونکو پر وړاندې د وېرې فضا جوړه شوې وه. خلکو ته ویل کېدل چې چوپتیا سوله ده، اطاعت وطن‌پالنه ده او پوښتنه کول د ملي ګټو خلاف عمل دی. خو د دې چوپتیا تر شا بله نړۍ د زېږېدو په حال کې وه. د ځوانانو پر څېرو اندېښنې وې، په سترګو کې یې پوښتنې وې او ګامونه یې د مبارزې ډګرونو ته روان وو. ځینې په سړکونو کې وو، ځینې په پوهنتونونو کې، ځینې له کارګرانو سره او ځینې په هغو سیمو کې چې د نسلونو محرومۍ د خلکو خوبونه ترې اخیستي وو. د دغو خوځښتونو پر لارو د تاوتریخوالي، زورزیاتي او وینو سیلابونه هم وو، خو په ځینو ځایونو کې یې مبارزه د درېدو پر ځای نوې پوښتنې او غوښتنې زېږولې.
ما له ځانه وپوښتل چې ځواکمن دولتونه له دې بیدارۍ څخه ولې دومره وېرېږي؟ که د دوی نظامونه پیاوړي وي، ادارې یې ټینګې وي او تګلارې یې د خلکو ملاتړ ولري، نو له څو پوښتنو او مخالفو غږونو څخه ولې وېرېږي؟ په همدې وخت کې مې په یوه تیاره کوټه کې څو کسان ولیدل چې سرونه یې سره نږدې کړي وو. مخې ته یې عصري کمپیوټرونه، پېچلې نقشې او د انساني چلند د شننې نظامونه پراته وو. دوی د یوې نوې جګړې د وسلو په اړه نه، بلکې د انسانانو د فکر د کنټرولولو پر لارو خبرې کولې.
یوه کس وویل: «د انسان بدن بندي کول ډېر ستونزمن نه دي، خو د فکر بندي کول تل سخت کار پاتې شوی دی. پخوا به کتابونه ضبطېدل، بیا پر ورځپاڼو بندیزونه ولګېدل او وروسته خپرونې تر کنټرول لاندې راغلې. خو اوس فکرونه له پولو اوړي. د یوه ځوان پوښتنه د میلیونونو انسانانو ذهنونو ته رسېدای شي. د یوه مظلوم غږ په زرګونو میله لرې ناست د انسان وجدان لړزولای شي. موږ داسې نظام ته اړتیا لرو چې انسان لا د فکر کولو تر مخه د هغه پر وړاندې د نظرونو نړۍ محدوده کړي.»
دویم کس وویل: «د انټرنېټ بندول لنډمهاله تدبیر دی. اصلي بریا به هغه وخت وي چې انسان پر خپلې پوښتنې هم شکمن شي. داسې نظام باید جوړ شي چې انسان ته یوازې هغه څه ور وښيي چې ډاډ ورکړي، یوازې هغه څه ور واوروي چې ذهن یې ګډوډ نه کړي او د خپل درد داسې تفسیر ور وړاندې کړي چې هغه خپل درد خپله مقدر وبولي او ومني.»
بل کس زیاته کړه: «او هغو دولتونو ته هم باید سزا ورکړل شي چې د ځواکمنو هېوادونو د ګټو د ساتنې لپاره له خپلو حدودو اوړي، تر دې چې په خپله ټولنه کې د ځواک داسې مرکزونه جوړ کړي چې وروسته یې کنټرول ستونزمن شي. د ځواک نظام هغه وخت ټینګ پاتې کېږي چې ټولې برخې یې په خپلو ټاکلو حدودو کې پاتې شي.»
ما چې د دوی خبرې واورېدې، حیران شوم. انساني ځیرکتیا، چې باید د ناروغیو د درملنې، د لوږې د له منځه وړلو، د علم د خپرولو او د ژوند د اسانه کولو لپاره وکارول شي، د انسانانو د فکرونو د څارنې او د هغوی د بیدارۍ د مخنیوي لپاره د پلانونو په جوړولو کې لګول کېده. داسې راته ښکاره شوه چې انسان ماشینونه ډېر پرمختللي کړي دي، خو ښايي اوس له خپل وجدان څخه هم وېرېدل پیل کړي وي.
خو د دې ټولو تیارو، محرومیو او زورزیاتي په منځ کې تر ټولو مهمه خبره چې زما پام یې ځان ته واړاوه، هغه هیله وه. ما چې په ځیر وکتل، د هر مظلوم پر مخ مې د هیلې یوه کمزورې رڼا ولیده. د چا په سترګو کې د خپلو ماشومانو د ښه راتلونکي خوب و، د چا په زړه کې د آزادۍ ارمان، د چا په ذهن کې د عدالت تصور او د چا په ګامونو کې د داسې منزل لټون و چې لاره یې لا هم تیاره وه، خو پای ته نه وه رسېدلې. دوی نه سرچینې لرلې، نه واک او نه یې د بیان بشپړه آزادي لرله؛ خو په دننه کې یې داسې ځواک ژوندی و چې لا یې ماتې نه وه منلې. ما احساس کړه چې دا هیله یوازې تسلي نه ده، بلکې د یوې نوې نړۍ زېری دی؛ داسې نړۍ چېرې به د انسان ارزښت د هغه د شتمنۍ، نسل، مقام یا ځواک پر بنسټ نه، بلکې د انسانیت پر بنسټ ټاکل کېږي. هلته به د سرچینو پر سر د څو کسانو د انحصار پر ځای د ولس حق منل کېږي او د هېڅ مظلوم غږ به یوازې له دې امله نه غلې کېږي چې حقیقت یې د یوه ځواکمن کس له ګټو سره په ټکر کې دی. ښايي همدا هیله وه چې د ظلم په اوږده تیاره کې یې د مړه کېدو انکار کاوه. ما فکر وکړ چې تر هغه چې د یوه مظلوم پر مخ د هیلې دا رڼا ژوندۍ وي، د ظالم بریا بشپړه کېدای نه شي. ځکه ظلم د انسان بدن ټپي کولای شي، ژوند یې سختولای شي او غږ یې غلی کولای شي؛ خو که هیله ژوندۍ پاتې شي، د راتلونکي دروازې د تل لپاره نه شي تړل کېدای.
په همدې شېبه کې مې د کوټې یوې تیاره څنډې ته پام شو. هلته څو کسان په ورو غږ خبرې کولې. نه یې ځواکمن کمپیوټرونه لرل، نه قیمتي جامې، نه لوړ مقامونه او نه د کوم دولت ملاتړ. پر څېرو یې ستړیا ښکارېده، خو په سترګو کې یې یو عجیب ډاډ و. ورنږدې شوم، ومې اورېدل چې یو سپین‌ږیري ویل: «د ظالم پای نور ډېر لرې نه دی.»
ما په حیرانتیا وپوښتل: «تاسو دا خبره پر څه بنسټ کوئ؟ د نړۍ سرچینې، رسنۍ، دولتي ادارې، اقتصاد او عصري ټکنالوژي خو ټول د هغه په واک کې دي. د هغه په مقابل کې مظلوم څه لري؟»
سپین‌ږیري راته وکتل او ویې ویل: «تا ځواک یوازې په هغو شیانو کې لټولی چې په سترګو لیدل کېږي. تا دا نه دي لیدلي چې د نړۍ په نفوس کې د ځواک له مرکزونو بهر د اوسېدونکو شمېر څومره دی. تا دا فکر نه دی کړی چې هغه خلک چې د کار په وسیله شتمني تولیدوي، د هغو سرچینو په مرسته صنعتونه چلوي او په چوپتیا یې واکمني ټینګه پاتې کېږي، که خپله بېوسي وپېژني، نو څه به پېښ شي؟»
ما وویل: «خو دا څنګه ممکنه ده چې له لسو سلنې څخه هم لږ خلک پر نوي سلنه انسانانو خپل واک ټینګ وساتي؟ او تر دې لا د حیرانتیا خبره دا ده چې نوي سلنه خلک دا حالت څنګه زغمي؟»
سپین‌ږیري موسکا وکړه او ویې ویل: «همدا اصلي پوښتنه ده. د ظالم ځواک تل د هغه په خپل شمېر کې نه وي. کله د مظلوم په وېش کې وي، کله د هغه په وېرې کې، کله د هغه په ناپوهۍ کې او کله په دې هیله کې چې ښايي راتلونکی نسل به ښه ژوند ولري. مظلوم د ژبې، نسل، مذهب، سیمې، فرقې، ډلې او ګټو په نوم ووېشه، نو هغه خپله ګډه محرومي هم نه شي پېژندلای. که هغه ته دا باور ورکړې چې اصلي دښمن یې هماغه بل محروم انسان دی چې څنګ ته یې ولاړ دی، نو هغه به د خپل استثمار کوونکي د پېژندلو لپاره ټول عمر تېر کړي.»
هغه لږ تم شو او بیا یې وویل: «خو په هغه ورځ چې دا خلک خپله محرومي د شخصي بدمرغۍ پر ځای یوه ټولنیزه ستونزه وګڼي، په هغه ورځ چې د دوی په منځ کې د پیدا شوې کرکې پر ځای ګډو حقونو ته لومړیتوب ورکړي، او په هغه ورځ چې له خپلې وېرې خلاص شي او د خپل اختیار غوښتنه وکړي، د ځواک حساب به بدلېدل پیل کړي. بدلون یوازې د شمېر په ډېروالي نه راځي؛ شعور، تنظیم، پرله‌پسې هڅې او د یو بل حقونو ته درناوی هم غواړي.»
زه د هغه خبرو ته غوږ وم چې ناڅاپه صحنه بدله شوه. ما یوه نوې نړۍ ولیده. هلته د سترو ودانیو دروازې د عامو خلکو پر مخ پرانیستې وې، د ملي سرچینو د عوایدو حسابونه د خلکو مخې ته ایښودل کېدل، خبریالانو پوښتنې کولای شوې، محکمې له ځواکمنو او کمزورو سره یو شان چلند کاوه او ځوانانو د خپل راتلونکي په پرېکړو کې برخه لرله. هلته هېڅ انسان یوازې له دې امله نه غلی کېده چې پوښتنه یې د یوه ځواکمن کس ګټو ته زیان رسولای شي.
د دې نړۍ په یوه پراخ میدان کې مې د مرمرو یو دېوال ولید. پر دېوال د هغو کسانو نومونه لیکل شوي وو چې د انسانانو آزادي یې تر پښو لاندې کړې وه، د ولس پر سرچینو یې ناروا واک ټینګ کړی و او د اختلاف د جرم ګرځولو هڅه یې کړې وه. د نومونو لاندې یوه کلمه کښل شوې وه: «انجام».
ور نږدې شوم او ومې پوښتل: «ایا دا د غچ نړۍ ده؟ ایا دلته له دغو خلکو سره هماغسې سپکاوی کېږي لکه څنګه چې دوی نور خلک سپک کړي وو؟»
یوه کس ځواب راکړ: «نه، دا د غچ نړۍ نه ده، بلکې د یاد او حافظې نړۍ ده. دلته خلک د مقام، شتمنۍ یا ځواک له مخې نه، بلکې د خپلو کړنو له مخې یادېږي. که کوم واکمن خلکو ته زده‌کړه، روغتیا، عدالت او آزادي ورکړې وي، تاریخ به یې په همدې نوم یادوي. خو هغه څوک چې د خپل واک د ساتلو لپاره یې د انسانانو حقونه تر پښو لاندې کړي وي، مقام یې نه شي کولای چې د تل لپاره یې کړنې پټې کړي.»
ما دېوال ته په ځیر وکتل. د لومړي ځل لپاره مې احساس کړه چې د انسان اصلي ماتې د هغه مړینه نه ده، بلکې هغه شېبه ده چې کړنې یې د ده خپلې ادعاوې رد کړي. واک لنډمهالی و، شتمني لنډمهالې وه، وېره لنډمهالې وه؛ خو د انسانانو په ګډه حافظه کې د ظلم حساب پاتې کېده.
زه د دې نوې نړۍ د لا نږدې لیدلو لپاره مخکې لاړم. باور مې پیدا شوی و چې ښايي د انسانانو تاریخ نوي پړاو ته رسېدلی وي. ښايي انسان بالاخره دا درک کړې وي چې آزادي د کوم یوه قوم، یوه رنګ یا یوې سیمې میراث نه دی، بلکې د هر انسان حق دی. ما غوښتل د دېوال بلې غاړې ته ور وګورم، ګام مې پورته کړ، خو ناڅاپه مې تندی له دېوال سره سخت ولګېد.
له درده مې چیغه ووته او شاته شوم. سترګې مې پرانیستې. بېرته هماغه پخوانۍ نړۍ ته راستون شوی وم.
کوټه تیاره وه، بهر چوپتیا وه او زما مخې ته هماغه نړۍ پرته وه چې لږ مخکې ترې وتلی وم. تندي ته مې لاس وروړ او هڅه مې وکړه ځان ته قناعت ورکړم چې ښايي دا یوازې یو خوب و. خو چې شاوخوا مې وکتل، داسې راته ښکاره شوه چې یو څه رښتیا هم بدل شوي دي.
په خبرونو کې ویل کېدل چې د انساني فکرونو د څارنې او د هغوی د څرګندولو د محدودولو لپاره نوي سافټویرونه جوړ شوي دي. د هغو په وسیله د معلوماتو د لېږد، ټولنیز چلند او مخالفو غږونو د کنټرولولو نوې لارې ازمویل کېدې. دولتونه نور یوازې پولیس، محکمې او زندانونه نه لرل؛ له دوی سره داسې نوې وسیلې هم وې چې د انسانانو پام خپلې خوا ته واړوي، معلومات محدود کړي او خلک د فکر په یوه ځانګړي چوکاټ کې وساتي.
ما ټولنې ته وکتل، نو یوه بله عجیبه صحنه مې ولیده. د منځنۍ طبقې ځینې کسان د شتمنې طبقې په کتار کې شامل شوي وو. جامې یې ښې شوې وې، په کورونو کې یې اسانتیاوې زیاتې شوې وې او ژوند یې تر پخوا هوسا ښکارېده. دوی پر خپل پرمختګ خوشاله وو، او خوشاله کېدل یې هم پر ځای وو. خو ما دا هم ولیدل چې په بل لوري کې د محرومو انسانانو شمېر د کمېدو پر ځای زیاتېده. د شتمنۍ څو نوي خاوندان پیدا شوي وو، خو د شتمنۍ د تولیدونکو خلکو په ژوند کې کوم بنسټیز بدلون نه و راغلی.
ما په ذهن کې حساب وکړ. د مظلومانو سلنه لوړېده، خو د ظالمانو سلنه د کمېدو په حال کې ښودل کېده. ځان ته مې تسلي ورکړه چې ښايي دا هم د بریا یوه بڼه وي. ښايي د ځواک دایره تنګېږي. ښايي اوس حالات د پخوا په څېر نه دي پاتې.
خو په بله شېبه کې حقیقت راته څرګند شو. د ظالمانو شمېر ځکه نه و کم شوی چې ظلم ختمېده، بلکې ځکه چې ځینو محرومو خلکو ته په دې نظام کې لږې اسانتیاوې ورکړل شوې وې او د نظام برخه ګرځول شوي وو. هغه څوک چې پرون یې د خپلو حقونو لپاره پوښتنې کولې، نن یې د یوې وړې ګټې په بدل کې خوله تړل شوې وه. هغه څوک چې پرون یې د نورو پر محرومۍ غږ پورته کاوه، نن د خپل نوي مقام په ساتلو بوخت و. حالت یې ښه شوی و، خو غوښتل یې دا ښه‌والی د ټولو لپاره د ممکن کولو پر ځای یوازې د ځان لپاره خوندي وساتي.
په دې توګه نظام د خپلو مخالفو غږونو یوه برخه په زور نه، بلکې په امتیازاتو غلې کړې وه. د پاڅون ځینې لاملونه یې له منځه نه وو وړي، بلکې د پاڅون کوونکو له ډلې یې ځینې کسان د خپلو ګټو ساتونکي ګرځولي وو. داسې انګېرنه رامنځته شوې وه چې د محرومو خلکو شمېر کم شوی، خو د محرومۍ بنسټونه پر خپل ځای پاتې وو.
ما بیا له ځانه وپوښتل: که په یوه ټولنه کې څو کسان شتمن او هوسا شي، خو د نورو محرومي پر خپل ځای پاتې وي، ایا دې ته پرمختګ ویل کېدای شي؟ که یوه ځوان ته دنده پیدا شي، خو د میلیونونو نورو ځوانانو لپاره د کار فرصتونه موجود نه وي، ایا ستونزه حل شوې ده؟ که یوه کورنۍ امتیازات ترلاسه کړي، خو د یوې ټولې سیمې پر طبیعي سرچینو ځايي خلک واک ونه لري، ایا عدالت ټینګ شوی دی؟ او که یوه خبریال ته د خبرو اجازه وي، خو یوازې هغه خبرې کولای شي چې د ځواکمنې طبقې له ګټو سره په ټکر کې نه وي، ایا دې ته د بیان آزادي ویل کېدای شي؟
د دغو پوښتنو ځوابونه راسره نه وو، خو اهمیت یې تر پخوا ډېر راته روښانه شوی و.
په همدې وخت کې مې له بهره یو دروند غږ واورېد. د کړکۍ پر لور ورغلم، ومې لیدل چې پر یوه پراخ سړک د لویو الوتکو کاروانونه راکوزېدل. د هغوی لپاره اوږدې الوت‌منډې جوړې شوې وې، عصري ودانۍ رغول شوې وې او د امنیت لپاره یې ځانګړي تدابیر نیول شوي وو. خو د دغو ځایونو ترڅنګ زاړه سړکونه مات وو، عامه ترانسپورټ بسنه نه کوله او له لرې پرتو سیمو راغلي خلک اړ وو چې ساعتونه پلی مزل وکړي.
ما ولیدل چې د الوتکو مخې ته لوی لوی ګودامونه جوړ شوي وو. د درېیمې نړۍ له غرونو راایستل شوي معدنیات، له ځمکې ترلاسه شوې انرژي، د سمندرونو پیداوار او د حاصلخېزو دښتو شتمني دغو ګودامونو ته راوړل کېدل. بیا دا ټول په لویو الوتکو کې بارېدل او هغو هېوادونو ته لېږدول کېدل چې صنعتونه، څېړنیزې ادارې او عصري اقتصادونه یې د دغو سرچینو د لا زیات ارزښت جوړولو ته منتظر وو.
د الوتکو شاوخوا ولاړ ځینو خلکو نوې جامې اغوستې وې، خو د هغوی تر شا په لرې پرتو سیمو کې انسانانو په زړو جامو، تشو نسونو او ناهیلو سترګو ژوند کاوه. نه یې د باکیفیته زده‌کړو لپاره مناسبې ادارې لرلې، نه د درملنې لپاره کافي اسانتیاوې، نه د کار پراخ فرصتونه او نه یې د خپلې ګډې شتمنۍ د کارولو په اړه د پرېکړې کولو اغېزمن واک درلود.
ما یو بوډا مزدور ولید چې الوتکې ته یې د معدنیاتو صندوقونه پورته کول. جامې یې له دوړو ډکې وې او پر مخ یې د ټول عمر د سخت کار نښې څرګندې وې. ما ترې وپوښتل: «ته پوهېږې چې دا شتمني چېرته ځي؟»
هغه ځواب راکړ: «اورېدلي مې دي چې هلته به پرې لوی صنعتونه وچلېږي، نوي ماشینونه به جوړ شي، خلکو ته به دندې پیدا شي او ښارونه به یې نور هم پرمختګ وکړي.»
ما وپوښتل: «او تا ته به څه در رسېږي؟»
هغه لږه شېبه چوپ پاتې شو، بیا یې وویل: «موږ ته مزدوري راکول کېږي؛ کله بشپړه او کله نیمګړې. زموږ ماشومانو ته ویل کېږي چې زموږ هېواد ډېرې شتمنۍ لري، نو باید پر خپل هېواد ویاړ وکړو. خو موږ نه شو پوهېدای چې که شتمني زموږ وي، نو زموږ په ژوند کې یې برخه دومره لږه ولې ده؟»
د هغه د خبرې په اورېدو مې د ځواب لپاره څه نه لرل.
په همدې وخت کې یو ځوان زموږ خوا ته راغی. په لاس کې یې کتاب و او په سترګو کې یې پوښتنې. هغه وویل: «موږ ته تل ویل شوي چې د پرمختګ لپاره قرباني ورکول اړین دي. موږ قربانۍ ورکړې، خپلې سرچینې مو ورکړې، خپل کار او زیار مو ورکړ، خپلې ځمکې مو ورکړې او د څو نسلونو خوبونه مو قرباني کړل. خو اوس پوښتنه کوو چې دا قربانۍ به تر کومه وخته روانې وي؟ که پرمختګ زموږ د زیار په وسیله رامنځته کېږي، نو په پرېکړو کې مو ونډه ولې نشته؟ که دا سرچینې زموږ دي، نو له هغو څخه د ترلاسه شوي عاید حساب ولې موږ ته نه راکول کېږي؟»
د هغه په غږ کې غوسه وه، خو تر غوسې یې یوه جدي پوښتنه ډېره مهمه وه. هغه له کوم قوم سره دښمني نه کوله او نه د بل هېواد د خلکو له هوساینې شکایتمن و. هغه یوازې غوښتل پوه شي چې د یوې نړۍ د هوساینې او د بلې نړۍ د محرومۍ ترمنځ څه اړیکه ده، او دا اړیکه د عدالت پر بنسټ څنګه بدلولای شو.
ما چې هغه ځوان ته وکتل، د خوب هغه سپین‌ږیري راپه یاد شول. ښايي د بدلون پیل هماغه شېبه وي چې انسان خپله ستونزه وپېژني او د هغې د لامل د درک کولو هڅه وکړي. خو یوازې پوښتنه کول بسنه نه کوي. پوښتنه باید له علم سره، علم له شعور سره، شعور له منظمې مبارزې سره او مبارزه له هغو ګډو اصولو سره وتړل شي چې د نوي ظلم د رامنځته کېدو مخه ونیسي.
ما اسمان ته وکتل. بله الوتکه پورته کېده. په هغې کې هغه سرچینې بار وې چې یو وخت د هغو غرونو، دښتو او سمندرونو برخه وې چې بېوزلو انسانانو پکې د خپلو ماشومانو لپاره د ښه راتلونکي خوبونه لیدل. د الوتکې څراغونه ورو ورو لرې شول، خو تر لاندې پرتو سیمو تیاره هماغسې پاتې وه.
زما په ذهن کې یو فکر پیدا شو: ښايي نن دا خلک له خپلو حقونو څخه ډېر لرې دي. ښايي د خپلې محرومۍ د بشپړ حقیقت په درک کولو کې لا وخت ته اړتیا ولري. ښايي د ځواک اوسني مرکزونه د خپل واک د ساتلو لپاره نورې لارې هم جوړې کړي. خو د تاریخ هېڅ نظام یوازې له دې امله د تل لپاره نه پاتې کېږي چې ډېرې شتمنۍ، ډېرې وسلې یا تر ټولو پرمختللې ټکنالوژي لري. د هغه پایښت په دې پورې هم تړلی دی چې د انسانانو له بنسټیزو حقونو، عدالت او ګډ عزت سره څومره همغږی دی.
ما د وروستي ځل لپاره دغو الوتکو ته وکتل او له ځانه سره مې وویل:
«په هغه ورځ چې د درېیمې نړۍ انسانان د خپلو سرچینو ارزښت، د خپلو حقونو حقیقت او خپل ګډ ځواک وپېژني، د دوی پر وړاندې تر ټولو لویه پوښتنه به دا نه وي چې شتمني چېرته ځي، بلکې دا به وي چې د دې شتمنۍ د کارولو پرېکړه څوک کوي. او کله چې دا پوښتنه د ولس په ګډ غږ بدله شي، نو د هېڅ سافټویر، تبلیغاتو، مصنوعي وېش او لنډمهالو امتیازاتو په وسیله به یې د تل لپاره غلې کول اسانه نه وي.»
ما کړکۍ بنده کړه، خو هغه صحنه مې له ذهنه ونه وتله. په یوه خوا کې سترې الوتکې وې او په بله خوا کې تش‌لاسي انسانان. په یوه خوا کې د راتلونکي د پلان جوړولو لپاره عصري ادارې وې، او په بله خوا کې ولس د خپل اوسني حالت د حساب غوښتنه کوله. په یوه خوا کې د ځواک په نشه کې مست نظام و، او په بله خوا کې انسان د خپل وجود او اختیار په لټه کې سرګردانه و.
او د دې ټولو ترمنځ یوه پوښتنه لا هم ژوندۍ وه:
که سرچینې د انسانانو لپاره دي، نو انسان ولې د خپلو سرچینو په وړاندې پردی دی؟
ښايي د همدې پوښتنې ځواب د هغې نوې نړۍ لومړۍ دروازه وي چې ما په خوب کې لیدلې وه؛ او که څه هم د هغې له دېوال سره د ټکر له امله راویښ شوی وم، خو لا مې هم غوښتل د هغې د شتون پر حقیقت باور ولرم.