کوټه(ویب نیوز) وفاقي حکومت د غنمو او اوړو د بیو د زیاتوالي په اړه اندېښنه ښودلې او وفاقي او صوبايي چارواکو ته یې د عرضې د زیاتولو او د بیو د ثابت ساتلو لپاره د اړینو اقداماتو سپارښتنه کړې ده. د پاکستان د احصایې ادارې د شمېرو له مخې، د تېر کال د اکتوبر په پرتله د شلو کیلو اوړو د بوجۍ منځنۍ بیه له ۲۱۸۰ روپیو څخه ۲۹۷۶ روپیو ته لوړه شوې چې شاوخوا ۳۶.۵ سلنه زیاتوالی دی. د اسحاق ډار په مشرۍ غونډې ته ویل شوي چې کورني او وارد شوي غنم د راتلونکي فصل تر رسېدو پورې د هېواد اړتیاوې پوره کولای شي.
