تازه خبرونه ۳ نومبر ۲۰۲۶

په اروپا کې په دوو ورځو کې اتو مسافر وړونکو الوتکو ته د بمونو دروغجن ګواښونه

روپا (وېب نيوز) په اروپا کې په تېرو دوو ورځو کې اتو مسافر وړونکو الوتکو ته د بمونو دروغجن ګواښونه شوي، چې له امله یې زرګونه مسافر له ستونزو سره مخ شوي او په بېلابېلو هوايي ډګرونو کې بیړني اقدامات شوي دي. ځینې الوتکې په بېړني ډول کېنول شوې، مسافر ترې ښکته کړل شول او الوتکې وپلټل شوې. په پلټنو کې له هېڅ الوتکې څخه چاودېدونکي توکي ونه موندل شول او امنیتي ادارو ټول ګواښونه دروغجن بللي دي. اروپايي پولیس او د ترهګرۍ ضد ادارې د ګواښونو د برېښنالیکونو او اړیکو په اړه پلټنې کوي.