تازه خبرونه ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۶

پروېز خټک: اوس هم خپلواک یم، له بل سیاسي ګوند سره د یوځای کېدو اراده نه لرم

کوټه(ویب نیوز) د وزیراعظم د کورنیو چارو سلاکار پروېز خټک ویلي چې اوس مهال خپلواک دی او له کوم بل سیاسي ګوند سره د یوځای کېدو اراده نه لري. نوموړي په نوشهره کې له رسنیو سره د خبرو پر مهال وویل چې په خیبر پښتونخوا کې د ګورنر د واکمنۍ پرېکړه سخته وه او له سیاسي پلوه دا ډول ګام مناسب نه ګڼل کېږي، خو حالات داسې رامنځته شوي وو چې حکومت اړ شو دغه پرېکړه وکړي. پروېز خټک د صوبايي حکومت د ختمېدو پړه پر پاکستان تحریک انصاف واچوله او ویې ویل چې که په ګوند کې د فکر او تدبیر خاوندان موجود وای، نو حالات به دې پړاو ته نه رسېدل. د هغه په وینا، پي ټي آی غوښتل چې د افغانستان او طالبانو ملاتړ وکړي. نوموړي له ګورنر فیصل کریم کنډي سره خپلو پخوانیو اړیکو ته په اشارې وویل چې له هغه سره یې د صوبې د ستونزو په اړه تفصیلي خبرې کړې دي او غواړي د خپلې پخوانۍ واکمنۍ پر مهال پیل شوي پرمختیايي کارونه مخته یوسي.