کوټه(ویب نیوز) د ډېره اسماعیل خان د زرکاني په سیمه کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د عملیاتو پر مهال د آی اېس پي آر په وینا، شپږ د هند په ملاتړ تورن وسلهوال وژل شوي او د سختې ډزې تبادلې پر مهال ۳۶ کلن نایک غلام مرتضیٰ او ۳۰ کلن سرتېری تاثیر احمد شهیدان شوي دي. د آی اېس پي آر د معلوماتو له مخې، وژل شوي کسان د امنیتي ځواکونو او قانون پلي کوونکو ادارو پر ضد په بریدونو او د ملکي وګړو په وژنو او نورو ترهګریزو فعالیتونو کې ښکېل وو. په سیمه کې د نورو وسلهوالو د موندلو او له منځه وړلو لپاره د تصفیې عملیات روان دي. شهید نایک غلام مرتضیٰ د ګجرات ولسوالۍ او سرتېری تاثیر احمد د تلہ ګنګ ولسوالۍ اوسېدونکي وو. وزیراعظم شهباز شریف او د کورنیو چارو فدرالي وزیر محسن نقوي امنیتي ځواکونو ته د درناوي څرګندونه کړې او د شهیدانو له کورنیو سره یې خواخوږي ښودلې ده. وزیراعظم ویلي چې ملت د خپلو زړورو شهیدانو قربانیو ته درناوی لري، او محسن نقوي ویلي چې دغو سرتېرو د خپلو ژوندونو په قربانولو سره د دښمن هڅې شنډې کړې دي.
