انٹرٹینمنٹ ۲ نومبر ۲۰۲۶

د ایران او امریکا ترمنځ کړکېچ؛ د جګړې پر ځای باید ډیپلوماسۍ ته فرصت ورکړل شي

لیکنه: سید انور شاه

د ایران او امریکا ترمنځ روان کړکېچ یو ځل بیا داسې پړاو ته رسېدلی ښکاري چې یوه کوچنۍ ډیپلوماټیکه تېروتنه هم د پراخ سیمه‌ییز بحران لامل کېدای شي. پر ایران د احتمالي امریکايي بریدونو په اړه څرګندونو او د پوځي چمتووالي راپورونو نه یوازې په منځني ختیځ، بلکې په نړیواله کچه هم اندېښنې زیاتې کړې دي. د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې پخواني مشر او د نوبل د سولې جایزې ګټونکي محمد البرادعي خبرداری ورکړی چې پر ایران نوی برید به سیمه له درنې بیې ورکولو سره مخ کړي. د هغه په وینا، دا ډول اقدام به تاوتریخوالی او ویجاړۍ نورې هم زیاتې کړي. چین او عربي هېوادونو هم په سیمه کې د سولې او ثبات پر اړتیا ټینګار کړی دی. د چین د ولسمشر شي جین پینګ دا دریځ چې منځنی ختیځ او خلیجي سیمه باید د نړیوالو زبرځواکونو د سیالۍ په ډګر بدله نه شي، د سیمې د حساسې وضعې څرګندونه کوي.
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګندونې او وروستي ډیپلوماټیک تماسونه ښيي چې په واشنګټن کې د ایران په اړه هم ډیپلوماسي او هم احتمالي پوځي اقدام تر بحث لاندې دي. د اسرائیل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره د ټرمپ په اړیکه کې هم د ایران پر وړاندې د احتمالي اقداماتو په اړه د خبرو راپورونه خپاره شوي، په داسې حال کې چې اسرائیلي مشران د سمدستي پوځي اقدام ملاتړ کوي. بل لور ته، ټرمپ له مذاکراتو څخه د لا زیات فرصت ورکولو او د یوې هوکړې د امکان خبره هم کړې ده. د قطر په منځګړیتوب تماسونه روان دي، خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي چې تر اوسه کومه وروستۍ هوکړه نه ده شوې. د امریکا د دفاع وزیر پیټ هېګسېت او د پوځ د لوی درستیزانو د ګډې کمېټې مشر جنرال ډین کېن د کړنو په اړه د ټرمپ د مشورو راپورونه هم خپاره شوي، خو سپینې ماڼۍ پر دواړو چارواکو د خپل باور څرګندونه کړې ده. دغه پرمختګونه باید د وروستیو پرېکړو پر ځای د یوې پېچلې سیاسي او ډیپلوماټیکې وضعې په چوکاټ کې وارزول شي.
په دې شخړه کې د امریکا او ایران دواړو لپاره اړینه ده چې خپل دریځونه او امنیتي اندېښنې د ډیپلوماټیکو لارو له لارې مطرح کړي. د ایران د اټومي پروګرام په اړه اختلافات باید د نړیوالې څارنې، د تایید وړ ضمانتونو او مذاکراتو له لارې د حل هڅه وشي، ځکه د هر ډول پوځي اقدام احتمالي پایلې له پامه نه شي غورځېدای. که جګړه په سیمه کې پراخه شي، اغېزې به یې یوازې پر اړوندو هېوادونو محدودې پاتې نه شي، بلکې د خلیج امنیت، نړیوال تجارت، د انرژۍ لېږد او د عامو خلکو ژوند به هم اغېزمن کړي. ملګري ملتونه باید خپله ډیپلوماټیکه دنده ترسره کړي، د ښکېلو لورو ترمنځ اړیکې او مذاکرات اغېزمن کړي او د نړیوالو قوانینو پر رعایت ټینګار وکړي. امریکا، ایران، اسرائیل او د سیمې نور هېوادونه هم باید له زغم او واقع‌بینۍ کار واخلي. د اختلافاتو حل ښايي سمدستي ممکن نه وي، خو د جګړې د مخنیوي او د تلپاتې حل د موندلو لپاره د مذاکراتو دروازه پرانیستې ساتل د نړیوالې سولې په ګټه دي.