تازه خبرونه ۵ مئی ۲۰۲۶

ټرمپ: که ایران اټومي وسله جوړه کړې وای، نه به موږ وای او نه به اسرائیل وای*

واشنګټن: د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي دي چې که ایران اټومي وسله جوړه کړې وای، نو نن به نه امریکا پاتې وه او نه به اسرائیل موجود و۔هغه په اوول دفتر کې د خبرو پر مهال وویل چې که ایران اټومي وسلې لرلې، نو تر اوسه به یې ټول منځنی ختیځ له منځه وړی وای۔ټرمپ زیاته کړه چې که امریکا مخه نه وای نیولې، ایران به لا دمخه اټومي وسله جوړه کړې وه، او بیا به نن نه امریکا پاتې وه او نه اسرائیل۔ د هغه په وینا، امریکا نه غواړي ایران ته ننوځي او خلک ووژني، له همدې امله باید ایرانیان ښه پرېکړه وکړي۔هغه ټینګار وکړ چې ایران هېڅکله اټومي وسله نشي لرلای۔ د هغه په خبره، د ایران بحري ځواک، هوايي ځواک او دفاعي سیستمونه سخت زیانمن شوي دي، او که تهران اټومي وسلې ترلاسه کړي، نو ټوله نړۍ به له خطر سره مخ شي۔ټرمپ دا هم وویل چې هغه په نیویارک کې ډېر ایرانیان پېژني او هغوی ښه خلک دي، او امریکا نه غواړي بې ګناه خلک زیانمن کړي۔د تېلو د بیو په اړه، ټرمپ وویل چې دا هغه لږ قیمت دی چې نړۍ یې د اټومي برید څخه د ژغورنې لپاره ورکوي۔ د هغه په وینا، د تېلو بیه ښايي تر ۲۰۰، ۲۵۰ یا ۳۰۰ ډالرو پورې لوړه شوې وای، خو اوس یو بیرل تېل شاوخوا ۱۰۲ ډالره دي۔هغه زیاته کړه چې غواړي د ایران اقتصاد کمزوری شي، ځکه امریکا غواړي بریا خپله کړي۔ د هغه په خبره، پر ایران داسې بندیزونه لګول شوي چې مخکې یې بېلګه نه وه۔ټرمپ وویل چې د ایران پیسې خپل ارزښت له لاسه ورکړی او هلته ګراني تر ۱۵۰ سلنې پورې رسېدلې ده۔ د هغه په وینا، ایران خبرې اترې کول غواړي، خو ستونزه دا ده چې ایراني چارواکي له امریکا سره لیدنه کوي او بیا خپلو خلکو ته بل ډول خبرې کوي۔امریکايي ولسمشر دا هم وویل چې د ایران مشرتابه کمزوری شوی او حالات د هغوی پر ضد دي، خو رسنۍ ناسم انځور وړاندې کوي او خلک تېرباسي۔