تازه خبرونه ۴ نومبر ۲۰۲۶

ټرمپ: که امریکایان راباندې ستړي شي، اسراییل ته ځم او هلته وزیراعظم کېږم

واشنګټن (وېب نیوز) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه ټلوېزیوني مرکه کې ویلي، که امریکایان ترې ستړي شي، اسراییل ته به ولاړ شي او هلته به وزیراعظم شي، ځکه د ده په وینا په اسراییلو کې یې محبوبیت ۹۹ سلنه دی. د خبر له مخې، ټرمپ د اسراییلو لپاره د څلور اربه ډالرو امریکایي پوځي مرستې د بندولو اعلان هم کړی دی. د اسراییلو اپوزېسیون د دې پرېکړې په اړه اندېښنه ښودلې او د وزیراعظم نتنیاهو د استعفا غوښتنه یې کړې ده.