ژوب (وېب نیوز) د ژوب بای پاس د کار د بندېدو پر ضد د نومبر پر اوومه نېټه پلان شوی د لارې تړلو احتجاج د مرستیال کمېشنر عارف زرکون سره تر خبرو وروسته په لنډمهاله توګه ځنډول شوی دی. په غونډه کې د ټولو ګوندونو د اقدام کمېټې، د ټرانسپورټ اتحادیې، د سوداګرو ټولنې، هوټل اتحادیې، پرمختیايي سازمانونو او د صوبايي اسمبلۍ غړي فضل قادر ګډون کړی و. ګډونوالو پرېکړه کړې چې د پروژې د بندېدو لاملونو معلومولو او د کار د بېرته پیل لپاره به له چیف سېکرټري بلوچستان سره لیدنه کوي. د دې لپاره د فضل قادر په مشرۍ کمېټه جوړه شوې ده.
