واشنګټن (وېب نیوز) د امریکا په منځنیو ټاکنو کې د ډیموکراټانو بریا بېلابېلو ورځپاڼو په خپلو مهمو سرلیکونو کې منعکس کړې ده. نیویارک ټایمز دا د ټرمپ د واکمنۍ د پای د پیل په توګه یاده کړې، واشنګټن پوسټ د رایه ورکوونکو د ډیموکراټانو پر لور تمایل څرګند کړی او نیویارک پوسټ ورته د «نیلي سونامي» سرلیک ورکړی دی. لاس انجلس ټایمز هم د ډیموکراټانو بریا د یوې حیرانوونکې نیلي څپې په توګه بللې ده.
