تهران (وېب نیوز) د ایران د پارلمان مشر محمدباقر قالیباف د امریکا په منځنیو ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو د ماتې په اړه ویلي چې امریکایي ولس جګړه رد کړې او ایران د هغوی د پیغام ملاتړ کوي. نوموړي په ټولنیزه شبکه ایکس کې لیکلي چې د امریکا حکومت باید د خپل ولس غوښتنو ته درناوی وکړي. بل لور ته ولسمشر ټرمپ له ایران سره د نورو بریدونو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي چې امریکا باید یو لوی اقدام وکړي، چې سخت برید هم پکې شاملېدای شي.
