تازه خبرونه ۵ نومبر ۲۰۲۶

د قطر وزیراعظم له سعودي عربستان او کویت سره د سیمې پر وضعیت خبرې کړې دي

کوټه (وېب نیوز)د قطر وزیراعظم او د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني د سعودي عربستان او کویت د بهرنیو چارو له وزیرانو سره جلا جلا ټیلیفوني اړیکې نیولې دي، چې پکې د سیمې پر تازه وضعیت او د کړکېچ د کمولو پر لارو چارو خبرې شوې دي. د قطر د بهرنیو چارو وزارت په وینا دواړو لورو د سیمه‌ییزې سولې او ثبات د پیاوړتیا او د شخړو د هواري لپاره د ډیپلوماټیکو هڅو او خبرو اترو ملاتړ کړی دی.