تازه خبرونه ۵ نومبر ۲۰۲۶

د وزیراعظم خپل کور پروګرام له مخې د ۱۰۴ اربه روپیو کور جوړولو پورونه ورکړل شوي

کوټه (وېب نیوز)د خزانې وزارت د معلوماتو له مخې د وزیراعظم خپل کور پروګرام تر سیوري لاندې د اکتوبر تر ۳۰مې نېټې پورې ۱۷ زره او ۶۹۷ کسانو ته د ۱۰۴ اربه روپیو د کور جوړولو پورونه ورکړل شوي دي، په داسې حال کې چې پر ۹۰ زره او ۴۰۵ غوښتنلیکونو د ۵۳۳ اربه روپیو پورونو منظوري شوې ده. د پروګرام له مخې ټولټال ۲ لکه او ۲۰ زره او ۷۱۵ غوښتنلیکونه ترلاسه شوي چې ۴۱ سلنه یې منظور شوي دي. د خزانې وزارت په وینا د دې پروګرام موخه د کم عاید لرونکو کورنیو سره د اسانه شرایطو له مخې د خپل کور په ترلاسه کولو کې مرسته ده.